کابل(پژواک د سلواغې ٥مه ٩٠): د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې دمبارزې عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې ، يو ايرانى وګړى د نشه يي توکو دقاچاق په تور په شلو کلنو بند محکوم کړ.
ددې مرکز د مطبوعاتو مسوول احمدخالد موحد نن(دسلواغې ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ياد شوى ايرانى د نشه يي توکو پرضد دمبارزې پوليسو له خوا هغه مهال ونيول شو،چې د خپل موټر پر مټ يې غوښتل څو ٩٠ کيلوګرامه هيرويين دنيمروز ولايت د ابريشم پول له لارې ،خپل هېواد ته قاچاق کړي.
موحد ددې ايرانې وګړي نوم وانه خيست او ويې ويل چې نوموړي ته د هيرويينو دقاچاق په تور، د شلو کلنو بند سزا ورکړل شوه، خو د استيناف محکمې پرېکړه وروستى نه ده او دنوموړي دوسيه د قطعيت لپاره ،دسترې محکمې د عامه امنيت ديوان ته استول کېږي.
نوموړي زياته کړه،چې ياد ايراني په خپلو لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړى دى،چې څلورځله افغانستان ته راغلى او له افغانستان څخه يې نشه يي توکې ايران ته قاچاق کړي دي.
ديادونې وړده،چې د روان کال راهيسې څه باندې ٤٥٠ تنه د نشه يي توکو دقاچاق په تور د عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې له لوري د لنډې مودې او اوږدې مودې ( شلو کلنو) پورې په حبس محکوم شوي دي ،چې په دې کې يو ايرانى نرينه او دوه ښځې،يو تاجکى او يو پاکستانى هم شامل دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن