ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه ايراني په ګډون دوه تنه په شل کاله بند محکوم شول

د يوه ايراني په ګډون دوه تنه په شل کاله بند محکوم شول

author avatar
13 May 2012 - 17:45
د يوه ايراني په ګډون دوه تنه په شل کاله بند محکوم شول
author avatar
13 May 2012 - 17:45

کابل ښار (پژواک ٢٤ غويى ٩١): د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې مرکز اړوند لومړنۍ محکمې د يوه ايراني وګړي په ګډون دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور په شل کاله بند محکوم کړل.

 د دې مرکز وياند احمد خالد موحد وايي، دغه دوه تنه هغه مهال ونيول شول چې غوښتل يې ٥٥ کيلوګرامه هيرويين له نيمروز ولايت څخه ايران ته قاچاق کړي.

نوموړي نن (د غويي ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ايرانى تبعه ٢٩ کاله   او د ده افغانى همکار ٢٠ کاله عمر لري او هيرويين يې په ډېره ماهرانه بڼه د موټر په شټپنۍ ټاير کې ځاى پرځاى کړي وو.

موحد زياته کړه، چې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې په دې اړه ښکاره محکمه جوړه کړه او هر يو تن يې د موجه دلايلو او ترلاسه شويو اسنادو په رڼا کې په شل کاله تنفيذي بند محکوم کړل.

د عدلي او قضايي مرکز وياند زياته کړه، سره  له دې چې د ايران دغه تبعه د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره کاري اړيکې درلودې؛ خو د خپل هويت له ښودلو يې ډډه وکړه.

سرچينې وويل، چې تورن کسان د لومړنۍ محکمې  پر پرېکړې  د نه قناعت په صورت کې د استيناف غوښتنې حق لري.

د سرچينې په وينا، تردې وړاندې دوه ايرانۍ مېرمنې او يو سړى هم د نشه يي توکو د قاچاق په تور، د نشه يي توکو او مسکراتو د جرايمو د استيناف محکمې له خوا تر شلو کلونو بند په مجازات محکوم شوي وو.

د نشه يي توکو او مسکراتو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې په تېر کال کې ٦١٨ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور، له يونيم څخه تر شلو کالو پورې بند محکوم شوي، چې د هغوى په منځ کې بهرني وګړي (له ايران، تاجکستان، هند او چين څخه) او پنځه ښځې هم شاملې وي.

د ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي توکو او جرايمو سره د مبارزې دفتر (UNODC)، د تېر کال راپور جوتوي چې د هغو طبيعي افاتو له امله چې په نورو هېوادو کې د کوکنارو په  کښت کې رامنځ ته شوي وو، افغانستان د ټولې نړۍ ٩٠ سلنه کوکنار توليد کړل؛ په داسې حال کې چې تر هغې په وړاندې کال کې افغانستان د نړۍ ٨٢ سلنه ترياک توليد کړي وو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.