ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ پاکستاني سرحدي پوليس و وژل شول

26 Jan 2012 - 15:47
26 Jan 2012 - 15:47

کوېټه (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): په بلوچستان ايالت کې ناپېژانده وسلوالو شپږ پاکستاني سرحدي پوليس وژلي دي.

ياده پېښه د يوه بريد په ترڅ کې، چې نن سهار (د سلواغې ٦ مه) د بلوچستان ايالت په ډېره بګټي سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوسته شوى، رامنځ ته شوې ده.

په سيمه کې د پوليسو يوه افسر غلام مصطفى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لومړنيو پلټنو کې دوى ته معلومه شوې، چې شاوخوا شلو وسلوالو موټرسايکل سپرو پر پوستې بريد کړى، چې له امله يې شپږ پوليس وژل شوي دي.

د هغه په وينا، چې دغو وسلوالو د سرحدي پوليسو وسلې هم له ځان سره اخيستې او تښتېدلي دي.

د ده په خبره، چې ښايي دغه بريد ملتپالو بلوڅو کړى وي.

تر اوسه د پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د دغه ايالت په سماولنګ سيمه کې سرحدي پوليسو ګڼ شمېر بلوڅ وسلوال وژلي وو.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د کوېټې په مېکانګي سړک ناپېژانده وسلوالو يه يوه بريد کې درې تنه وژلي دي.

د کوېټې د پوليسو يوه مشر نذير کرد پژواک اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې د پاکستان د څېړنيزې ادارې (فيډرل اينويسټيګېشن ايجنسۍ) يو کارکوونکى او يو د بلوچستان ټلويزيون کارکوونکى شامل دى.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version