کوېټه (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه، ٩١): ناپېژاندو وسلوالو د بلوچستان ايالت په ګوادر سيمه کې اووه پاکستاني پوليس وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د پاکستان د بلوچستان ايالت د ګوادر په پشيکالو سيمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د پاکستانيو پوليسو پر يوه پوسته ناپېژاندو وسلوالو بريد وکړ.
په ګوادر کې د پوليسو مشر سهيل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ناپېژاندو موټر سايکل سپرو وسلوالو د پوليسو پر پوسته بريد وکړ او بيا له سيمې څخه وتښتېدل.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې اووه تنه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې تر پېښې وروسته پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي، چې بريد کوونکي ونيسي، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
تراوسه د پېښې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.
د يادونې ده، چې د روژې له پيل راهيسې دا لومړی بريد دی، چې په بلوچستان کې پر پوليسو ترسره کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن