ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د فضايي حريم د کنټرول وړتيا ترلاسه کړه

29 Jan 2012 - 17:30
29 Jan 2012 - 17:30

کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): د المان او اسټراليا هېوادونو په ٢٠ ميليونه يورو مرسته د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د رادار د نوي سيسټم په نصبېدو سره افغانستان د فضايي حريم د کنټرول وړتيا ترلاسه کړه.

د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست داوود علي نجفي، نن په کابل کې د دې هېوادونو له سفيرانو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د (املت) په نوم د دې نوي سيسټم په نصبولو سره به په الوتنو کې هوايي خونديتوب رامنځ ته شي.

نجفي وايي، دا سيسټم چې د کنټرول اصلي مرکز يې په کابل او تقويه کوونکى سيسټم يې په بلخ ولايت کې دى، ټولې دېرش پايې لري، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې نصب شوې  دي.

 د هغه د څرګندونو له مخې، که چېرته د دې سيسټم د کنټرول په اصلي مرکز کې ستونزه پيدا کېږي، نو بيا به په بلخ ولايت کې له تقويتي سيسټم څخه ګټه اخيستل کېږي.

نجفي وويل: ((هره الوتکه چې اوس د هېواد فضايي حريم ته راځي، موږ کولاى شو د دې سيسټم په مرسته يې وګورو او کنټرول يې کړو.))

ده زياته کړه، د دې سيسټم له لارې کېداى شي هغو الوتکو ته سمه لارښوونه وشي، چې په هوا کې له کومې ستونزې سره مخ کېږي.   

ده هيله وښوده، چې په دې کار سره به د هېواد په فضا کې الوتنې ډېرې او ورسره به د دولت عوايد هم لوړ شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تردې وړاندې په افغانستان کې د دوو الوتکو ترمنځ په احتياطي ډول ٢زره فوټه واټن په پام کې نيول کېده؛ خو اوس به دا واټن زر فوټو ته راټيټ شي او ورسره به د ډېرو الوتنو امکانات برابر شي.

دى وايي، چې د نوي نصب شوي سيسټم لپاره شاوخوا ٦٠ تنه يو کال مخکې په کابل کې روزل شوي او هغه کمپنۍ به تر دوو کلونو په وړيا ډول له افغانستان سره په دې برخه کې تخنيکي مرستې کوي، چې دا سيسټم يې نصب کړى دى.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند ننګيالي قلاتوال د معلوماتو له مخې، د دې سيسټم د نصب کار په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې پيل شو.

دى وايي، چې د دې سيسټم د کار له پيل لږ وروسته له همدې سيسټم څخه تر يوه بريده د بهرنيانو په مرسته کار اخيستل کېده؛ خو اوس يې کار بشپړ شوى او د افغانانو له خوا به ګټه ترې اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه، له ٢٠٠٩ زېږديز کال مخکې، له دې امله چې د افغانستان د رادار سيسټم په جګړو کې له منځه تللى و، په افغانستان کې د پروازونو په اړه به په بګرام کې مېشتو امريکايي ځواکونو او د (اياتا) په نوم نړيوال سازمان د افغانستان حکومت ته معلومات ورکول.  

په کابل کې دالمان سفير ريوديکرکونيک (Ruediger Koenig) وويل، چې اوس افغانستان له دې نوي پرمختللي سيسټم څخه په ګټې اخيستنې، کولى شي خپل هوايي قلمرو کنټرول کړي.

هغه زياته کړه: ((هره طياره چې د افغانستان له قلمرو څخه تېرېږي، سړى پرې پوهېږي چې دا طياره د کوم هېواد ده او له کوم ځايه راغلې.))

د المان سفير زياتوي، د دې سيسټم په نصبولو سره د افغانستان په فضا کې د هوايي ترافيک مصوونيت رامنځ ته کېږي، چې له امله به يې د هوايي سکټور په برخه کې ډېر عوايد ترلاسه شي.

هغه وايي: ((دا چې د افغانستان په هوايي سيسټم کې خونديتوب رامنځ ته شي، نو نړيوال به په دې برخه کې ډېره پانګونه وکړي.))

د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د افغانستان پر فضا د الوتکو د تګ راتګ د ټکس له امله ٥٠  ميليونه ډالر عايد ترلاسه شوى و.

د ترانسپورټ او هوايي چلند چارواکي وايي، چې دغه عوايد د هوايي نړيوال سازمان (اياتا) په مرسته تر لاسه کېدل او اوس به هم دغه سازمان په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version