ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر راتلونکو شپږو اوونيو پورې ټول افغانستان د رادار تر پوښښ لاندې راځي

تر راتلونکو شپږو اوونيو پورې ټول افغانستان د رادار تر پوښښ لاندې راځي

author avatar
6 Aug 2017 - 18:11
تر راتلونکو شپږو اوونيو پورې ټول افغانستان د رادار تر پوښښ لاندې راځي
author avatar
6 Aug 2017 - 18:11

کابل(پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): په راتلونکې يوه نيمه مياشت کې به په افغانستان کې د رادار د نوي سيسټم په لګولو سره د افغانستان فضا لا ډېره خوندي شي او الوتنو ته به د زياتو اسانتياوو د برابرولو له لارې د دولت په عوايدو کې لوړوالى راشي.

رادار  (Radar) د (Radio Detection and Ranging) له لومړۍ کلمې اخيستل شوې چې د راډيويي واټن د کشف معنى لري. دا اصطلاح د امريکا سمندري ځواکونو په ١٩٤١کال کې وړانديز کړه او شاوخوا ٧٦هېوادونو ومنله.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عمومي مشر محمودشاه حبيبي، نن کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې نن سهار يې د دغه سيسټم د لګولو قرار داد د فرانسوي(تاليس) شرکت له استازي واليکسز ډالي سره په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې لاسليک کړ.

د نوموړي په خبره، د دغه سيسټم د لګولو لګښت ٢٤ ميليون يورو کېږي چې د ساتنې او مراقبت کلنى لګښت يې نږدې ٩ ميليون يورو کېږي چې د افغان حکومت له لوري ورکول کېږي.

هغه وويل چې تر اوسه پورې کابل، کندهار او د پروان بګرام کې د رادار سيسټم شته او دا ولايتونه يې تر پوښښ لاندې نيولي دي، خو د ياد شوي فرانسوي شرکت سره د قرار داد له مخې، څو نور سيسټمونه په شپږو اوونيو کې په کابل کې لګول کېږي چې ټول هېواد به تر پوښښ لاندې راولي.

د نوموړي په خبره، د دغه سيسټم په لګولو سره به د افغانستان فضا لا خوندي شي، الوتکې به وکولى شي چې تر ٢٩ زره فوټ ارتفاع پورې الوتنه وکړي او د افغان دولت عوايد هم د هوايي حريم له اړخه په کلني ډول له څلوېښت ميليونو  نه ٥٠ ميليون ډالرو ته لوړ شي.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د افغانستان پر هوايي حريم له هرې الوتنې ٥٠٠ امريکايي ډالر تر لاسه کېږي، خو ټاکل شوې چې د رادار د نوي تصميم په لګولو سره به له هرې الوتنې ٧٠٠ ډالر واخيستل شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.