پلخمري (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): په بغلان ولايت کې د حزب اسلامي ٥٠ غړي د سولې د ټينګښت له پروسې سره يوځاى شول، خو دغه ګوند دا موضوع ردوي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا کسان د حزب اسلامي اړوند وو او د مرکزي بغلان د لرخوابي ولسوالۍ په کلي کې يې د دولت پر وړاندې مخالفت کاوه او د شنبې پر ورځ يې د رسمې مراسمو په ترڅ کې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخيست.
د نوموړي په وينا، دا کسان د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د قوماندان داوود، قوماندان حفيظ، قوماندان نجيب او قوماندان نادر په مشرۍ د حزب اسلامي د نوموتو قوماندانانو مومن او قوماندان غلام سخي د کسانو له ډلې څخه دي.
شېرزاد زياته کړه، چې دې کسانو ٣٠ ميله ډول ډول وسلې هم دولت ته سپارلې دي.
په ورته وخت کې د بغلان ولايت د سيمه ييزې شورا مشر عبدالصمد ستانکزي پژواک ته وويل، چې دا کسان د دې شورا او مرکزي بغلان د مخورو د هڅو په ترڅ کې له مخالفت څخه لاس په سر شول.
سرچينې د دې مطلب په ويلو سره چې د دې کسانو يوځاى کېدل، کولاى شي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت کې اغېز ولري، څرګنده کړه چې تر دې دمه د حزب اسلامي ١٢٠ تنه د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.
د ستانکزي د معلوماتو له مخې، په مرکزي بغلان کې دا د دې ګوند وروستي کسان وو.
د دې ډلې يوه مشر قوماندان نادر پژواک ته وويل: ((که دولت موږ يواځې پرېږدي او کوم کار را ته برابر نه کړي، بيا د دولت پرضد فعاليت کوو.))
نوموړي همداراز له دولت څخه وغوښتل، چې په سيمه کې يې پراختيايي پروژې پيل کړي.
د بغلان امنيه قوماندان د دې خبرو په ځواب کې څرګنده کړه، چې هڅه کوي، څو له دې کسانو څخه د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په اډانه کې استفاده وکړي.
په ورته وخت کې هارون زرغون چې ځان د حزب اسلامي وياند بولي، له نامعلوم ځاى څخه يې له پژواک سره په مرکه کې څرګنده کړه، چې دا کسان د حزب اسلامي غړي نه دي او د هغوى له ګوند څخه يو تن هم له دولت سره يوځاى شوى نه دى.
د ځايي مسوولينو د معلوماتو له مخې، په بغلان ولايت کې له يو کال راپدېخوا د سولې د عالي شورا د فعاليت له پيل څخه د دولت کابو ٣٠٠ مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.
درې ورځې مخکې هم د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د حزب اسلامي ٢٠ غړو له مخالفت څخه لاس اخيستى او د سولې له پروسې سره يوځاى شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن