ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخالفينو يوه ډله له دولت سره يوځاى شوه

د مخالفينو يوه ډله له دولت سره يوځاى شوه

پلخمري (پژواک ١٤ کب ٩٠): په بغلان ولايت کې د ملا ياسين په مشرۍ د حزب اسلامي يوه ٢٢ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.

د بغلان د سولې د عالي شورا د دفتر وياند مولوي سراج الدين سيرت پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان نن (د کب ١٤مه) د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې رسماً له دولت سره يوځاى شول.

د هغه په وينا، دغه کسان په حزب اسلامي پورې اړه لري، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بايسقال او کوږچنار په سيمو کې يې فعاليت درلود.

سيرت زياته کړه، چې دغې ډلې ته يې له شپږو مياشتو خبرو اترو وروسته قناعت ورکړ او د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د يادې ډلې مشر قوماندان ياسين پژواک ته وويل: ((له دريو کلونو راهيسې له حزب اسلامي سره وم او د دولت پر ضد مې فعاليت کاوه.))

د هغه په وينا، د سولې له عالي شورا سره له مشورې وروسته يې له مخالفت څخه لاس واخيست، خپل ځان او ملګرو ته يې د کار د زمينې برابرولو غوښتونکى شو.

همدارنګه د بغلان ولايت د سولې د عالي شورا وياند څرګند کړه، دوى هڅه کوي، چې په دولت سره د يوځاى شوو کسانو لپاره د حرفه يي زده کړو زمينه برابره کړي.

سيرت زياته کړه، چې تېره مياشت له دولت سره ٢٠٠ يو ځاى شوي مخالفين د خياطي، ګلدوزۍ، ټغر او غالۍ اوبدلو، نجارۍ او څو نورو کسبونو په برخه کې وروزل شول او د کار کولو زمينه ورته برابره شوه.

همدارنګه د حزب اسلامي وياند انجنير هارون زرغون له دې وړاندې له پژواک سره په خبرو کې ويلي و، چې د حزب اسلامي په نوم له دولت سره يوځاى کېدونکي په دغه ګوند پورې اړه نه لري او نه هم تر اوسه د دوى کوم څوک له دولت سره يوځاى شوي دي.

د ياودنې ده، چې د روان کال له پيله او په بغلان ولايت کې د سولې د عالي شورا له فعاليت وروسته څه باندې ٣٥٠ مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.