ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نشه يي توکو د قاچاق په تور دوه تنه ونيول شول

31 Jan 2012 - 11:46
31 Jan 2012 - 11:46

زرنج (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د نيمروز ولايت پوليسو له هېواده بهر ته د ٣٠٨ کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور دوه تنه ونيول.

د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد موسى رسولي نن (د سلواغې ١١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نيمروز د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو تېره شپه په چخانسور ولسوالۍ کې د يوه کمين په ترڅ کې د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې دغو کسانو غوښتل ١١٨ کيلوګرامه هيرويين او ١٩٠ کيلوګرامه ترياک په يو سراچه موټر کې ايران ته ولېږدوي، چې د پوليسو له کمين سره مخ شول.

رسولي وويل، چې دغه کسان د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکي دي او منلې يې ده، چې ياد توکي يې له هلمند نه ايران ته لېږدول.

د نيمروز له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل: ((قاچاق وړونکي لومړى له کمين نه وتښتېدل او له تعقيب وروسته بېرته د پوليسو له خوا ونيول شول.))

سرچينې زياته کړه، چې د هغوى د تعقيب پر مهال درې پوليس د موټر د ټکانونو له امله سرسري ټپيان شوي وو، چې له پانسمان وروسته له روغتون نه رخصت شول.

دغه کسان په داسې حال کې ايران ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول کېږي، چې د تېرې مياشتې په ٢٥مه نېټه د دغه ولايت پوليسو څلور تنه، چې غوښتل يې ١٢٤٧ کيلوګرامه نشه يي توکي ايران ته ولېږدوي، په خاشرود ولسوالۍ کې نيولي وو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version