ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران ته د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال يوتن ووژل شو

13 Jun 2012 - 12:25
13 Jun 2012 - 12:25

زرنج-کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): په نيمروز ولايت کې يو تن، چې غوښتل يې ايران ته نشه يي توکي ولېږدوي، د پوليسو لخوا ووژل شو او دوه تنه نور له سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دغه قاچاق وړونکى د نيمروز ولايت د چهاربرجک ولسوالۍ د جهنم په سيمه کې له ملي پوليسو سره د نښتې پر مهال ووژل شو او دوه تنه نور په ټپي حالت کې ونيول شول.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د کورنيو چارو وزارت لخوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي دي، دغه نښته تېر مازيګر هغه مهال رامنځته شوه، چې دغو کسانو غوښتل نشه يي توکي نامعلوم ځاى ته ولېږدوي.

خو د نيمروز امنيه قوماندان سمونوال محمدموسى رسولي وايي، چې قاچاق وړونکو نشه يي توکي له هلمند ولايت نه راوړي وو او غوښتل يې د چهار برجک له لارې يې ايران ته ولېږدوي.

هغه زياته کړه، چې له دغو کسانو نه ٢٤ کيلوګرامه هيرويين او ٧١٦ کيلوګرامه ترياک، يو چره يي ټوپک او دوه پيک اپ موټر ترلاسه شوي دي.

د سرچينې په وينا، چهاربرجک ولسوالۍ له ايران سره نږدې ٨٥ کيلومتره خلاص سرحد لري او قاچاق وړونکي د افغان سرحدي پوليسو د کمبود له امله په اسانۍ سره ايران ته نشه يي توکي قاچاقوي.

د يادونې ده، چې تېره مياشت يو تن له ٥٠ کيلوګرامه ترياکو سره، چې غوښتل يې ايران ته يې ولېږدوي، د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې نيول شوى و.

په يوه بله پېښه کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د همکارۍ په تور د څلورو تنو د نيولو خبر ورکړل شوى دى.

د نيمروز د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزى وايي، چې د ايساف او ملي اردو ځواکونو تېره شپه د دې ولسوالۍ د پوزه خازه په کلي کې پر يوه کور عمليات کړي او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د همکارۍ په تور يې څلور تنه نيولي دي.

د هغه په وينا، له دغو کسانو نه يو اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د خاشرود امنيه قوماندان سمونيار جليل ادعا کوي، چې دغو کسانو له وسلوالو طالبانو سره اړيکې درلودې او په ناامنيو کې يې لاس درلود.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېره ورځ له غرمې مخکې همدغو کسانو په سيمه کې د ملي اردو له سرتېرو سره جګړه کړې وه، چې تلفات يې نه درلودل.

سمونيار جليل زياته کړه، چې د دې نښتې له امله د زرنج – دلارام لويه لاره د دوو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې بهرنيو ځواکونو په خاشرود ولسوالۍ کې د يوه ملا پر کور د چورلکو په وسيله عمليات کړي او په ترڅ کې يې ملا امام او د هغه زوى، چې له طالبانو سره يې هېڅ تړاو نه درلود، نيول شوي دي.

ايساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version