کابل ښار (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د کورنيو چارو وزارت د دولت د څلورو وسلوالو مخالفين د وژلو او د پنځو نورو د نيولو او د ملي دفاع وزارت د ملي اردو د دوو منسوبينو د وژل کېدو او نهو نورو د ټپي کېدو او د ځانمرګو واسکټونو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د سلواغې ١١مه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي دي، چې دغه څلور مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لغمان، خوست، پکتيا او ميدان وردګو ولايتونو کې د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، دغه عمليات د ملي اردو او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې پنځه نور وسلوال مخالفين نيول شوي دي، درې ميله کلاشينکوفونه له پنځو شاجورونو او د وسايطو ضد له يو کړۍ ماين سره ترلاسه شوي دي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د ملي اردو منسوبينو د امنيتي دندو پر مهال د ځانمرګو بريدونو اوه واسکټونه، د پرسونل ضد ١٥ کړۍ ماينونه، درې ميله سپکه وسله او څلور لاسي بمونه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې ترلاسه کړي دي.
د دفاع وزارت زياتوي، چې د ملي اردو دوه منسوبين د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې وژل شوي او ٩ نور په دغې او ميوند ولسواليو کې ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه بلل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت تېره ورځ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د امنيتي دندو پر مهال د ملي اردو د يوه سرتېري د وژل کېدو او په بادغيس، کونړ او غزني ولايتونو کې د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن