جلال اباد (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د کانال رياست له لوري د دغه ولايت په کرنيزو فارمونو کې د ٧٠٠ زره نيالګيو اېښودنې لړۍ د سلواغې په ١٢مه پيل شوه.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمد حسين ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرنې وزارت د ملي تګلارې له مخې نن (چار شنبې) د کانال له قوريو څخه د زيتونو، مالټې، ليمو او نارنج د ٧٠٠ زره نيالګيو او بزغليو لېږدونه پيل کړه.
نوموړي زياته کړه، چې له دغې چارې يې موخه د زيتونو او سيتروسو د فارمونو بيارغول دي.
د کرنې رييس زياته کړه، چې د نيال اېښودنې اصلي پسرلنى کمپاين به د سلواغې په ١٥مه د ٥ ميليونه نيالګيو په اېښودنې سره پيل کړي.
د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل پژواک ته وويل، چې د غازي اباد، اډې فارم او درېيم فارم ته يې د اېښودنې په موخه د بهسودو د ثمرخېلو له سيمې نن د ١٢٠زره زيتونو،٣٠٠زره سيتروسو او د شاوخوا ٣٠٠زرو بې مېوي نيالګيو لېږدونه پيل کړه.
نوموړي زياته کړه، چې د قوريو جوړولو پر مهال ورته د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ٦٠٠ ښځينه او نارينه کاريګر ورکړل شوي وو، چې له دوو مياشتو راهيسې يې د بزغليو پالنه او څارنه کوله.
د هغه په وينا، چې ١٧ جريبه د مېوه دارو بوټو پاتې نيالګي به کرنې رياست او خصوصي سکټور ته ورکړي.
د يادونې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د ننګرهار د کانال له فارمونو څخه د لومړي، دويم او درېيم فارم رغونه ترسره شوې او دغه بهير لا روان دى.
بايد وويل شي، د ننګرهار کانال ٧٠ کيلومتره اوږدوالى لري، چې نږدې ٧٥زره هکتاره دولتي او نادولتي ځمکې خړوبوي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن