ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال به د ننگرهار د ستروس او زيتون فارمونه حاصل ور نه کړي

19 Feb 2012 - 15:51
19 Feb 2012 - 15:51

جلال اباد (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د کانال رييس خبردارى ورکړ، چې يوې قوې مافيا د دغه ولايت د زيتون او سيتروسو د فارمونو په تباهۍ پسې مټې را بډ وهلې او دغه ملي شتمنۍ د نابودۍ په حال کې ده.

د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل رحيل، چې له دوو مياشتو راهيسې په دې دنده ګومارل شوى، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې د زيتون او سيترسو په اوسني وضعيت ژوره اندېښنه وښوده.

هغه زياته کړه: ((د ننګرهار پر فارمونو بايد له سترګو څخه د اوښکو پر ځاى وينه و څڅول شي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د خپل منځي جګړو له پيله (١٣٧١-١٣٧٥) کلونو راهيسې د دغو فارمونو، چې ٢٥٠٠ هکتاره ځمکه يې نيولې وه، ٦٨٠ هکتاره ځمکه غصب شوې او دغه لړۍ تر وروستيو پورې روانه وه.

نوموړي دا هم وويل، چې په دغو کلونو کې له ٨٠٠ هکتاره ځمکې څخه ونې وهل شوې دي.

 خو د کانال رييس وايي، په دوو مياشتو کې ايله دومره توانېدلى، چې د نورې ځمکې غصب مخه ډب کړي.

انجنير رحيل زياته کړه: ((د کانال د ځمکو د غصب لپاره يوه قوي مافيا شته، چې د شپې په تياره کې کور جوړوي او سهار ورته ښځې او ماشومان راولي.))

خو نوموړي د کومې ډلې يا کوم شخص نوم وانه خيست.

د رحيل د څرګندونو له مخې، د دغه غصب په مخنيوي کې ورسره اړوندې ادارې لاس نه يو کوي.

هغه وايي: ((کله چې څوک د غصب په تور ونيسم زورواکي راته ګواښونه او دولتي چارواکي يې راته د خوشې کولو لپاره ټيلېفونونه کوي.))

د کانال د رييس د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د ګنده چشمو، مقام خان، غوچکو او هډې فارمونو په سيمه کې د دغه کانال ونې وهل شوې او لسګونه نا قانونه کورونه په کې جوړ شوي دي.

انجنير رحيل دا هم وويل، چې د هډې فارم په سيمه کې د کانال پر ځمکو ناقانونه خلکو د کډوالو او معيوبينو په نوم اړولي دي او دغو کورنيو د زيتونو ګڼ شمېر ونې اره کړې دي.

د هغه په وينا، دغه کورنۍ له باغونو څخه د راتاوو ونو (ابليټس) چې د باد مخنيوى به يې کاوه، له تنو پوستونه اړوي او دغه ونې په وچېدو دي.

د ننګرهار د کانال رييس د دغه ولايت فارمونه يوه ستره ملي پانګه وبلله او زياته يې کړه، چې له دغو زيتونو به هر کال روسيې او ايټاليې ته ٤٠٠٠ متريک ټنه اچار او ٤٠٠٠ متريک ټنه تېل چمتو کېدل.

خو هغه وويل، چې د کرنې وزارت د نه پاملرنې، نيمګړى اوبه خور، د ځمکو د غصب له کبله دغه حاصلات د نشت برابر شوي دي.

 د نوموړي په وينا، سږ کال د ننګرهار له ٤ فارمونو څخه، چې ١٧٠٠ هکتاره ځمکه يې احتوا کړې او د زيتونو ٧٠٠زره ونې لري، يواځې ٦٠٠ کيلو اچار او تېل توليد کړي دي.

د کانال رييس د کرنې وزارت هم دغې ملي شتمنۍ ته په نه پاملرنې تورن کړ.

 نوموړي زياته کړه، چې د کرنې وزارت ورته د ١٣٩٠لمريز کال لپاره يوه افغانۍ انکشافي بوديجه هم نه ده ورکړې او له همدې کبله په روان کال کې د ټولو فارمونو د ځمکې اړول، دوا پرې شيندل او د سرې اچولو کارونه يې نه دې ترسره شوي.

هغه وويل، چې دغه فارمونه به راتلونکى کال هېڅ توليد ونه کړي.

زيارت ګل زياته کړه، چې د ١٣٩١ کال لپاره يې له کرنې وزارت څخه د ٩١٥ متريک ټنه کيمياوي سرې غوښتنه کړې وه، خو وزارت ورسره يواځې ٣٠ ټنه سره منلې، چې لا يوه بورۍ هم نه ده ورکړل شوې.

د کانال رييس وويل، چې د راتلونکي کال لپاره ترې د ځمکې اړولو او د ونو پاللو موسم په تېرېدو دى.

د کانال رييس وايي، چې رياست يې د کرنې وزارت د نه پاملرنې او يادو شوو ستونزو له کبله په درانه تاوان کې دى.

د هغه په وينا، دغه رياست تېر کال ٤٨ ميلونه افغانۍ عايدات لرل، خو سږ کال دغه عايد ١٣ ميلونو ته راټيټ شوى دى.

د کانال رييس د زيتونو د فابريکې وضعيت هم خراب وباله او زياته يې کړه، چې فعاليت يې په ټپه ولاړ دى.

د هغه په وينا، د زيتونو فابريکې ډېر ماشين الات ګاونډي هېواد (پاکستان) ته د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال د کباړ په بڼه اړول شوي دي.

دغې فابريکې په ١٣٦٠لمريز کال کې نوى په فعاليت پيل کړى و، چې توليد شوي اچار او تېلو يې د هېواد د بازارونو ترڅنګ په روسيي او اروپايي مارکېتوڼو کې هم مينه وال وموندل.

زيارت ګل که څه هم د يادو فارمونو په حالت اندېښمن دى، خو د دغو فارمونو د حالت د ښه کېدو لپاره يوه هيله مندي هم لري.

د هغه په وينا، اسيايي پرمختيايي بانک د ٢٥ ميلونو امريکايي ډالرو په لګښت له يوې ايټالوي کمپنۍ سره د فارمونو د بيارغاونې په موخه په نږدې راتلونکي کې يوه درى مياشتنۍ پروژه پيلوي.

د هغه په وينا، د پروژې موخه دا ده، څو معلومه کړي، چې فارمونو څومره زيان ليدلى او له کومې لارې بېرته رغېدلى شي؟

د هغه په وينا، که له دغې څېړنې وروسته اسيايي بانک او نړيواله ټولنه د فارمونو د بيا رغونې لپاره مرسته وکړي، نو ښايي چې د زيتونو فابريکه او فارمونه بېرته ٥٠ سلنه پخوانۍ بڼه خپله کړي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک ته وويل، چې د کانال د ځمکو د غصب د مخنيوي او بيارغونې په موخه يې څو ځلې اداري غونډې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د کانال په ځمکو کې پرتو ناقانونه خلکو ته يې د محافظ کنډک په وسيله خبر ورکړى، چې د روان کال د کب مياشتې د لومړۍ اونۍ تر وروستيو پورې دغه ځمکه تخليه کړي.

شېرزي وويل، چې د سره رود ولسوالۍ د امنيتي مسوولينو له لوري لسګونه ناقانونه کورونه نړول شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د نوموړي په وينا، پنځه مياشتې وړاندې په بټي کوټ ولسوالۍ کې ١٩٠کورنۍ د ايتلافي ځواکونو په مرسته د کانال له ځمکو څخه و ايستل شوې او سيمه ييزه اداره به تر هغې ارامه پاتې نه شي، څو د کانال ټول ملکيت د دغه رياست په ولکه کې را نه ولي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version