ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د بيارغونې ٤٠ پروژو تړونونه لاسليک شول

2 Feb 2012 - 16:42
2 Feb 2012 - 16:42

لښکرګاه (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د هلمند ولايت د درېيو ولسواليو لپاره د درې ميليونه امريكايي ډالرو په ارزښت د بيارغونې د٤٠ پروژو تړونونه له بېلابېلو شرکتونو سره لاسليک شول.

پر دې تړونونو د لاسليک په مراسمو کې د هلمند والي محمدګلاب منګل، ځايي چارواکو، د شرکتونو مسوولينو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

والي زياته کړه چې دا پروژې په ګرشک، ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې پلې کېږي.

ګلاب منګل وويل چې په دې پروژو کې يې ١١ د روغتيا، لس د پوهنې په برخه، درې يې د کرنې او درې يې د اوبو لګولو ، يوه پروژه يې په عدلي او قضايي برخې او ١٢ نورې د کليو او پراختيا وزارت لخوا  په بېلابېلو برخو به ولګول شي.

نوموړى وايي چې پر دې پروژو درې ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د ډنمارك او بريتانيا هېوادونو د نړيوالو پرمختيايي ادارو لخوا د افغانستان د ماليې وزارت ته وركول شوي او ولسواليو ته د لاسرسي د پروګرام (ډي ،ډي،پي) لخوا لګول كېږي.

 منګل دا پروژې ارزښتانه وبللې او زياته يې کړه، چې دا په خپله د ولس لخوا ټاكل شوي او د څار  دنده به يې هم د ولايت ادارې، ټولنيزو شوراګانو، ولسوالانو او عام ولس لخوا ترسره كېږي.

هغه زياته کړه چې په دې ولايت کې د امنيت د ساحې له پراخېدو سره، په لسو ولسواليو كې نږدې ټولې ملكي ادارې فعالې شوې او د دوى هڅه داده، چې د امنيت د لېږد له پروسې سره يوځاى ټول كارونه افغاني شي او په خپلو سيمو كې خلكو ته خدمات وړاندې شي.

منګل وويل، چې اوس په ولسواليو او مركز كې مامورين د دې وړتيا لري، چې په خپله د پروژو ډيزاين کړي، نيمګړتياوې او كيفيت يې وڅاري.

په دې غونډه كې د بريتانيا د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) استازي مايكل اونيل وويل، چې دوى يواځې د ولايت د ادارې او د افغان  دولت تر رهبرۍ لاندې كار كوي.

نوموړي زياته كړه، چې د دوى موخه ښه حكومتداري، د ظرفيتونو لوړول او خلكو ته ښه خدمات وړاندې كول دي؛ خو د پروژو په ټاكلو او پلي كولو كې كار نه لري.

همداراز د ښې حكومتدارۍ په برخه كې د دې ولايت د والي سلاكار وحيدالله الفت پژواک ته وويل، چې تر دې مهاله د دې ولايت اووه ولسوالۍ د ښې حكومتدارۍ په پروګرام كې شاملې كړې دي.

د ده په وينا، په روان كال كې يې ۷۶ ميليونه افغانۍ په بېلابېلو برخو كې لګولې دي او په  راتلونكي كال كې به هم دا لړۍ پراخه او نورو ولسواليو ته وغځول شي.

نوموړي زياته كړه، چې د اوسنيو څلوېښتو پروژو ترڅنګ ۳۲ نورې پروژې به هم په نږدې راتلونكي كې قرارداد ته وركول شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version