کابل ( پژواک ١٤سلواغه ٩٠): د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي له ولسمشرحامدکرزي سره د کتنې پر مهال ويلي، روسیه په افغانستان کې د سولې له هغه بهیر څخه ملاتړ کوي چې مشري او مالکیت یې د افغانستان د خلکو په لاس وي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د امريکا متحده ايالتونو ، قطر او جرمني وپتيله ، چې وسلوالو طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانيزي .
د افغانستان دولت هم وروسته له دې هوډ سره هوکړه وکړه او امريکايي چارواکيو هم وويل چې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې خبرې بايد د افغانانو په مشرۍ تر سره شي .
د ولسمشرد وياند له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر حامد کرزي او د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ياده کتنه نن غرمه په ارګ کې تر سره شوه .
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي او د منځنۍ اسیا له لارې سوېلي آسیا ته د برېښنا د لېږد په پروژه خبرې کړې دي .
کابلوف ويلي ، روسیه له ټولو هغو پروژو څخه ، چې منځنۍ آسیا په سوېلي آسیا پورې تړي او افغانستان او سیمې ته یې ګټه رسیږي، پوره ملاتړ کوي.
هغه زياته کړې ، چې هېواد یې له قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د کاسا پروژې د۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا بشپړولو لپاره ۵۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي او هیله يې څرګنده کړې ، چې نور مرسته کوونکي هېوادونه به هم په دې برخه کې خپله ونډه واخلي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، د روسیې لومړي وزیر ولاديمیرپوتین هم د روان کال د لړم په مياشت کې دا خبره د شانګهاى تړون په کلنۍ ناسته کړې وه.
د کاسا د پروژې له لارې به زر میګاواټه بریښنا د تاجکستان او قرغیزیستان له لارې افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي.
د یادولو ده ، چې د روسیې تر څنګ د اسلامي پراخیتا بانک هم په دې پروژه کې د پانګونې خبره کړې ده .
د ولسمشر د وياند د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له حامد کرزي سره په خبرو کې له افغانستان سره په دې وروستيو کې د ۳۰۰۰ ټنه غنمو او اوړو او همدا راز له سیار ورکشاپ سره د ۴۰ کامازونو د مرستې يادونې هم کړې دي.
سرچينه ليکي ، چې د روسیې ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو په اړه ويلي، چې دغه هېواد د افغانستان د مالیې وزارت چارواکيو ته په تمه دى ، ترڅو د اقتصادي همکاریو د لاپراختیا په موخه نوموړي هېواد ته سفر وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد جمهور رئیس د روسیې له مرستو مننه او په سیمه ییزو او اقتصادي مسايلو کې یې د روسیې د پاملرنې او نږدې همکاریو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن