ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د سولې په اړه د خپلو فعاليتونو راپور له ولسمشرغني سره شريک کړ

خليلزاد د سولې په اړه د خپلو فعاليتونو راپور له ولسمشرغني سره شريک کړ

author avatar
3 May 2021 - 17:28
خليلزاد د سولې په اړه د خپلو فعاليتونو راپور له ولسمشرغني سره شريک کړ
author avatar
3 May 2021 - 17:28

کابل (پژواک، ١٣ غويی  ١٤٠٠) :  د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله سره په ليدنو کې د خپلو وروستيو فعاليتونو راپورشريک کړ.

له ارګ څخه د غويي په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه ولسمشر ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ.

ولسمشر غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، سوله د افغانستان حکومت او خلکو ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.

بلخوا د ملي روغې جوړې شورا وياند فريدوون خوځون وايي چې زلمي خليلزاد نن ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم وليدل.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ليدنه کې د شورا دواړه مرستيالانو او يو شمېر نورو غړو هم ګډون درلود.

هغه زياته کړه، چې  په دغه ليدنه کې د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

خليلزاد تېره اوونۍ قطر ته تللى و او هلته يې د امريکا، چين، روسيې او پاکستان د ځانګړو استازو په غونډه ( ټرويکا) کې ګډون کړی و.

دغه راز نوموړي په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره هم جلاجلا خبرې کړې وې.

نوموړى تېره ورځ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللى و او د یاد هېواد د بهرنيو چارو له وزير او دغه راز د جنبش ګوند له مشر مارشال عبدالرشید دوستم سره يې د سولې په اړه خبرې کړې دي.

‏زلمي خلیلزاد پرخپله ټويترپاڼه کې ليکلي چې په تاشکند کې يې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبد العزیز کاملوف سره په کتنه کې توافق وکړ،چې ټول ښکېل اړخونه باید د یوه داسې سیاسي جوړجاړي پر لوري له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.