ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو يوه نوي راپور په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه وښوده

4 Feb 2012 - 15:55
4 Feb 2012 - 15:55

 کابل ښار (پژواک ١٥ سلواغه ٩٠): د ملګرو ملتونو سازمان نوى راپور، له ملکي مرګ ژوبلې څخه له ډېرې اندېښنې سره سره ښيي، چې په تېر زېږديز کال (٢٠١١) کې ٣٠٢١ ملکي وګړي وژل شوي، چې ډېر يې د دولت پر وسلوالو مخالفينو پورې اړه لري.

د ملګرو ملتونو دغه راپور، چې نن (د سلواغې ١٥مه) خپور شو، ښيي، چې په ٢٠١١ کال کې ملکي تلفات ، د وړم کال په پرتله اته سلنه زيات شوي دي.

په دغه راپور کې ٧٧سلنه ملکي تلفات، د دولت پر مخالفو وسلوالو او ١٤سلنه نور يې په دولتي او بهرنيو ځواکونو پورې تړل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د هغې ملکي مرګ ژوبلې په ترڅ کې، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا رامنځته شوې، د٢٠١٠ زېږديز کال په کچه ١٤سلنه زياتوالى راغلى دى، خو د هغې مرګ ژوبلې په کچه کې، چې له افغان او بهرنيو ځواکونو سره تړاو ورکړل شوى دى، ٤سلنه کموالى راغلى دى.

همدارنګه په دغه راپور کې پر ملکي مرګ ژوبلې له سختې اندېښنې سره سره ويل شوي و، چې د ملکي وګړو تلفات له ٢٠٠٧ کال راپه دېخوا مخ په زياتېدو دي.

د يوناما د بشري حقونو د څانګې کمېشنرې جورجيت ګنيا، په هغې خبري ناسته کې، چې د دغه راپور د اعلان په مناسبت جوړه شوې وه، وويل، چې له ٢٠٠٧ څخه راپه دېخوا د ملکي وژل شوو کسانو شمېر ١١٨٦٤ تنو ته رسېږي.

هغه زياته کړه، چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړه شمېره په ٢٠١١ زېږديز کال کې د هغو بدلونونو له امله ده، چې په جګړه کې ښکېلو لورو، په خپلو جګړه ييزو تاکتيکونو کې راوستي دي.

مېرمن ګنيا وويل، چې تر ټولو ډېره ملکي مرګ ژوبله د هغو ماينونو له کبله ده، چې د سړک پر غاړه اېښودل کېږي او د ځانمرګو بريدونو له امله ده.

هغې زياته کړه، چې د ځانمرګو بريدونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې او په ټوله کې د دغه ډول بريدونو له امله ٤٥٠ تنه وژل شوي دي، چې د ٢٠١٠ کال په پرتله يې ٨٠ سلنه ډېر والى موندلى دى.

هغې زياته کړه، ځانمرګي بريدونه تېر کال د وړم کال په پرتله زيات شوي نه وو، خو د دې ډول بريدونو ماهيت بدل شوى دى.

همدارنګه د دغو راپور لاس ته راوړنې څرګندوي، چې په تېر ميلادي کال کې د هدفي وژنو شمېر هم زيات او شمېر يې ٤٩٥ تنو ته رسېده، چې واليان، ولسوالان، دولتي کارکوونکي، د سولې د عالي شوار غړي او قومي مشران په کې شامل دي.

دغه راز په راپور کې راغلي، چې په تېر زېږديز کال کې هوايې بريدونو هم ډېر تلفات را منځ ته کړي او په ټوله کې ١٨٧ تنه د دغه ډول بريدونو له امله وژل شوي دي، چې د٢٠١٠ کال په پرتله ٩سلنه زياتوالى ښکاروي، خو د شپې له خوا په عملياتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه ٢٢سلنه کموالى ښيي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې، په داسې حال کې، چې د امنيتي وضعيت له ښه والي خبرې شوې دي، څرګنده شوې، چې د هېواد په سوېلي سيمو کې وضعيت ښه شوى او په ختيځو، سوېل ختيځو او شمالي سيمو کې جګړو زور اخيستى دى.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي جان کيوبيس په داسې حال کې، چې دغه راپور يې کره او باوري وګاڼه، خو زياته يې کړه: ((زموږ لپاره د خفګان ځاى دى، چې له ډېر ټېنګار او پرله پسې غوښتنو سره سره ګورو، چې د ملکي وګړو وضعيت مخ په خرابېدو دى.))

نوموړي له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل، هڅه دې وکړي، د وسلوالو نښتو په ترڅ کې د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې ډډه وکړي.

هغه همدارنګه وويل: (( موږ له هغو هڅو څخه، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څخه د مخنيوي لپاره ترسره شوې دي، مننه کوو او بايد دا ډول هڅې ډېرې شي.))

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version