کابل (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): وسلوالو طالبانو د عامو وګړيو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ، خو ا يساف ځواکونو بيا د دغه راپور هرکلى وکړ.
ملګرو ملتونو پرون د ٢٠١١ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړ، چې د تېر زېږديز کال په پرتله په کې ٨ سلنه زياتوالى راغلى دى.
په راپور کې راغلي دي، چې په تېر زېږديز کال (٢٠١١) کې ٣٠٢١ ملکي وګړي وژل شوي، چې لامل يې ډېر د دولت پر وسلوالو مخالفينو پورې اړه لري.
د دغه راپور له مخې، د هغې ملکي مرګ ژوبلې په ترڅ کې، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا رامنځته شوې، د٢٠١٠ زېږديز کال په کچه ١٤سلنه زياتوالى راغلى دى، خو د هغې مرګ ژوبلې په کچه کې، چې له افغان او بهرنيو ځواکونو سره تړاو ورکړل شوى دى، ٤سلنه کموالى راغلى دى.
وسلوالو طالبانو د ملکي وګړو د وژلو په اړه د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوى دغه راپور رد کړ او دا يې يو طرفه وبللو.
د وسلوالو طالبانو له خوا د سلواغې په ١٦مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملګرو ملتونو د تېر په څېر يو ځل بيا بهرني ځواکونو د امنيت ساتونکي او طالبان يې د جګړې عاملين بللي دي.
د سرچينې په وينا، ملګرو ملتونه له تېرو لسو کلونو راهيسې هڅه کوي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې او پر اصلي عاملينو (بهرنيو ځواکونو) پرده واچوي او د هغوى کړنو ته قانوني رنګ ورکړي.
خبرپاڼه وايي، چې د يوناما په خپاره شوي راپور کې د بشري خواخوږۍ پر ځاى تر ډېره د يو سياسي جهت د برائت هڅه شوې ده.
د وسلوالو طالبانو خبرپاڼه زياتوي: ((د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر ادارې غږ کوي، چې نور خپل حيثيت د امريکا د ګټو قرباني نه کړي او واقعيتونه بايد ومني.))
په خبرپاڼه کې د بېلګې په توګه د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي وژنو شمېرې، ځايونه او سرچينې هم په ډاګه شوې دي.
خو بلخوا بيا په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د دغو ځواکونو قوماندان جنرال جان الن د ملګرو ملتونو د دغه راپور هرکلى کړى، چې په کې د ايساف له خوا د عامو وګړو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه ښودل شوې ده.
جنرال الن زياته کړې: ((هر افغان بايد په دې پوه شي، چې ايساف خپلې ټولې هڅې په لاره اچوي، څو د افغان ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه کړي.))
د هغه په وينا، د ملګرو ملتونو راپور هيله بښونکى دى، خو په دې برخه کې بايد له نور دقت څخه هم کار واخيستل شي.
نوموړي زياته کړي: ((د هر يو افغان ملکي وګړي وژنه يوه تراژيدي ده، زه د ايساف هر غړي ته سپارښتنه کوم، چې د دوى له خوا د عامو افغانانو د مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټيټه کړي.))
د ايساف عمومي قوماندان ويلي، چې تېر کال يې ځواکونو په دې برخه کې يو شمېر ګامونه اوچت کړي وو، څو د عامو افغانانو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.
جنرال الن پر وسلوالو مخالفينو نيوکه کړې، چې ډېرى عام وګړي د دوى لخوا په داسې حال کې وژل کېږي، چې د دوى مشر ملا محمد عمر له دا ډول بريدونو خبر هم نه وي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن