لښکرګاه (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې نن سهار په يوه چاودنه کې دوه پوليس و وژل شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د مرکز مرستيال سمونوال محمداسماعيل د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه سهار شاوخوا لس بجې د ښار ختيځ لوري ته د طالبانو د نومرو په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې پوليس په دې سيمه کې د يوه کشف شوي ماين پر شنډولو بوخت وو، چې بل ماين پرې وچاودېد.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
خو د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او يو ټپي شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټپي پوليس روغتون ته وړل شوى، خو د هغه د حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي ګلرحيم پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او تر لرې ساحو پورې يې غږ واورېدل شو.
هغه زياتوي، چې په چاودنه کې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او ويې ويل، چې سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په لښکرګاه کې دايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته دوه مړي او يو ټپي راوړل شوى دى.
د يادونې ده، د سلواغې په ٦مه، په لښکرګاه ښار کې د يوه موټربم چاودنې له امله، چې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان شوى و، درې تنه عام وګړي و وژل شول او د دريو بهرنيو وګړو په ګډون ٣٤ نور ټپيان شول.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن