لښكرګاه (پژواك ۱۹تله ۹۱ ) : د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د ماين په يوه چاودنه كې شپږ سيمه ييز پوليس ووژل شول.
د ناد علي ولسوال انجنير محمدابراهيم د تلې په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن سهار شاخوا اووه بجې ددې ولسوالۍ په لوى باغ سيمه كې پر سيمه ييزو پوليسو چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه ،چې په دې چاودنه کې د اغا محمد په نامه د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلو پنځه نورو پوليسو ووژل شو او يو تن ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، وژل شوى قوماندان اغا محمد له تېرو دوو کلونو راهيسې په همدې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو دقوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
په لښکرګاه کې دايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل ،چې دوى ته دوه ټپيان راوړل شوي و ، چې يوه يې ساه ورکړه.
د عبدالعزيز په نامه د نادعلي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ،چې قوماندان اغا محمد د سيمې اوسېدونکى مخور و.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې،خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د تکتيکي ماين په دې چاودنه کې ديوه قوماندان په ګډون اوه پوليس وژل شوي دي.
پرون هم ددې ولسوالۍ دلوچک په سيمه کې په دوو چاودنو کې درې عام وګړي او يو پوليس وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن