ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې دوې چاودنې شوې

7 Jan 2013 - 13:00
7 Jan 2013 - 13:00

کندهار (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې دوې چاودنې شوې، چې له امله يې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه تېره شپه د نهمې ناحيې اړوند د ترينکوټ اډې په ساحه کې شوې، چې په کې يو ملکي وګړى ژوبل شوى دى.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه هغه مهال شوې، چې د پوليسو موټر له سړک څخه د تېرېدو په حال کې و.

د ده په خبره، په دې چاودنه پوليسو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى، خو يو ملکي وګړى يې ټپي کړى دى.

په ياده سيمه کې نن سهار دويمه چاودنه هم وشوه، دغه چاودنه په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا د يو بل ماين د کشف پر مهال رامنځته شوې ده.

که څه هم فيصل په دې پېښه کې د ملي اردو د يوه سرتېري د ټپي کېدو خبره کوي، خو د دغو ځواکونو يوه قوماندان د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې چاودنه د ملي اردو د انجنيرۍ پر ټيم هغه مهال وشوه، چې غوښتل يې دغه ماين شنډ کړي.

خو د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار ښار په چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه راز د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران هم له دغو پېښو د يو شمېر ټپيانو د ور وړلو خبره کوي، خو شمېر يې نه ښيي.

د دغو پېښو په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

په کندهار ښار کې دغه چاودنې داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ په سپين بولدک ولسوالۍ کې د دوو ځانمرګو بريدونو په پايله کې پنځه تنه ووژل شول او ١٥ نور ټپيان شول.

دغه ځانمرګي بريدونه په داسې حال کې وشول، چې د ولسوالۍ په ودانۍ کې د ولسي شورا غونډه روانه وه او ځيني خلک ولسوالۍ ته د خپلو ستونزو د هوارۍ په موخه ورغلي وو.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version