ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ادارې د برېښنا رياست ٧٤٩ ميليونه افغانۍ پوروړې دي

11 Feb 2012 - 17:01
11 Feb 2012 - 17:01

جلال اباد (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د برېښنا رييس وايي چې په دې ولايت کې يې عوايد لوړ شوي او د غلا مخه يې نيولې ده؛ خو د دې ولايت دولتي ادارې ٧٤٩ ميليونه افغانۍ پوروړې دي.

د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومن، دغه څرګندونې نن د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې څلور مياشتې مخکې پر دې دندې ګومارل شوى دى؛ خو په دې لږه موده کې يې هڅه کړې چې د برېښنا د غلا مخه ونيسي.

د نوموړي په وينا، په جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې يې د برېښنا د غلا او ضايعات له ٥٢ سلنې څخه ٣٨ سلنې ته راټيټ کړي دي.

مومند وويل، د خپلې پلټونکې ډلې په مرسته يې ٨٠ سلنه هغه لينونه غوڅ کړي، چې په غلا يې برېښنا تېره کړې وه.

د هغه په وينا، د روان کال د درېيمې ربعې ټول عوايد يې ٤٤ ميليونه افغانۍ وو؛ خو اوس  (د څلورمې ربعې نيمايي) دغه کچه سل ميليونو افغانيو ته لوړه کړل شوې ده.

د ننګرهارد برېښنا رييس وويل، چې تراوسه يې د برېښنا درې غله څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي؛ خو په وينا يې خلک ورسره د هغو مامورينو په نښه کولو کې مرسته نه کوي چې بډې اخلي.

محب الرحمن مومند وايي، په لومړي ګام کې يې تر شک لاندې مامورين چې په بډو اخيستلو تورن وو، داسې ځايونو ته بدل کړي چې دولتي ادارې دي او رشوت په کې نه شي اخيستلى.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي، يو شمېر سوداګر له چارواکو سره په جوړجاړي دولتي برېښنا د ډيزلي برېښنا په نوم په لوړه بيه پلوري؟ وويل: ((له خپلې دندې وړاندې په رييسانو تبصره نه شم کولى، خو ما په بشپړ ډول د دغه کار مخه نيولې ده.))

د ننګرهار د برېښنا رييس وويل چې د ټولو سوداګرو او کارخانو مېترونه يې مهرولاک کړي او تر کلکې څارنې لاندې يې نيولي دي، څو له خپل انګړه بهر چاته برېښنا ورنه کړي.

مومند زياتوي، چې د دولتي ادارو له لوري د برېښنا د بلونو نه ورکولو يې د رياست ملا ورماته کړې ده.

نوموړى وايي چې له ١٣٨٧ لمريز کال راهيسې، د دې ولايت دولتي ادارې په داسې حال کې ٧٤٩ ميليونه افغانۍ پوروړې دي، چې اړونده وزارت دغو ادارو ته د ٨٤، ٨٥ او ٨٦ کلونو باقي دارۍ بښلې دي.

مومند وويل چې له دغه پور څخه ٤٥٥ ميليونه افغانۍ د ننګرهار کانال رياست پوروړى دى، چې ٤ واټرپمپونه يې د کانال ځمکو ته د يو ساعت لپاره د اوبو پورته کولو په موخه په ټوليز ډول هر يو په يوه ساعت کې ٣٥٠٠٠ افغانۍ لګښت لري.

د برېښنا رييس زياته کړه، ښاروالۍ ٧٩ ميليونه افغانۍ، عامې روغتيا رياست ٣٥ ميليونه افغانۍ او د ولايت مقام او شاهي ماڼۍ يې ٧٩ ميليونه افغانۍ پوروړې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي هم ومنله، چې د ولايت د مقام په ګډون يو شمېر ادارې د برېښنا د رياست پورړوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې والي ګل اغا شېرزي په اداري مجلس کې دې رياستونو ته ته لارښوونه کړې، څو له خپلو اړوندو وزارتونو په عادي او پراختيايي بوديجو کې د باقي دارۍ حساب ځاى پر ځاى او دغې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.

عبدالزي وويل، چې ولايت مقام هم په دې اړه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته خبر ورکړى او ځان مکلف بولي چې د برېښنا پور خلاص کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version