ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين: پورونه ښايي اريانا افغان هوايي شرکت له سقوط سره مخ کړي

12 Feb 2012 - 17:38
12 Feb 2012 - 17:38

کابل (پژواک٢٣سلواغه ٩٠): له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر وايي، که دولتي ادارې د اريانا افغان هوايي شرکت پورونه ورنه کړي او د پور لړۍ دوام ولري، دغه شرکت به له سقوط سره مخ شي.

د يادې ادارې مشر ډاکټر عزيزالله لودين، نن د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون په ناسته کې وويل، چې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يو شمېر دولتي ادارې ٩ ميليون امريکايي ډالره د اريانا افغان هوايي دولتي شرکت پوروړې شوې دي.

هغه ونه ويل چې په يادو پوروړو ادارو کې کومې دولتي ادارې شاملې دي.

دغه راز ډاکټر لودين دا هم ونه ويل، چې د تېر کال له لومړيو شپږو مياشتو راهيسې دولتي ادارې د ياد شوي هوايي شرکت پوروړي شوي دي او که څنګه؟

د ده په اند، د ياد شوي شرکت په اداري برخه کې هم ستونزې شتون لري او په کار ده چې په دې برخه کې اصلاحات راوستل شي.

لودين وايي، د اريانا د ستونزو په اړه يې ولسمشر ته ويلي، چې د دې شرکت د ساتنې لپاره بايد کار وشي.

د اريانا افغان هوايي شرکت مشر نصيراحمد حکيمي هم پژواک خبري اژانس ته د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې ډېر شمېر دولتي ادارې د دې شرکت  پوروړې دي.

هغه چې د روان کال د ليندۍ په ٢٧مه، د اريانا افغان هوايي شرکت د مشر په توګه ټاکل شوى، وويل چې سم له لاسه په دې اړه نورې څرګندونې نه کوي.

دا مهال د اريانا الوتکې له افغانستان څخه په مستقيم ډول پاکستان، ايران، هند، عربي متحده اماراتو، تاجکستان، ترکمنستان، ازربايجان، چين او ترکيې ته الوتنې لري.

 اروپايي ټولنې د افغان هوايي شرکتونو پر پروازونو، په الوتنو کې د مصوونيت او د الوتنو پر مهال د کنټرول او نظارت د قوي ميکانېزم د نه شتون له امله بنديز لګولى دى.

په افغانستان کې له اريانا پرته، خصوصي هوايي شرکتونه (کام اير او صافي ايروېز) هم فعاليت لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version