ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا محدودیتونو د افغانستان هوایي چلند برخې ته تر ۷۵ میلیون ډالرو ډېر زیان اړولی

22 Oct 2020 - 10:14
22 Oct 2020 - 10:14

کابل(پژواک، ۱ لړم ۹۹): د کرونا ویروس په تړاو د لګېدلو محدودیتونو له امله، د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې۴۰ میلیونه، اریانا هوایي شرکت ۲۲،۵ میلیونه او کام اییر هوایي شرکت لږ تر لږه ۱۳ میلیون ډالره عواید له لاسه ورکړي دي.

دغه راز د کرونا ویروس له امله د خپرې شوې وبا (کووېډ- ۱۹) له امله د اریانا افغان هوایي دولتي شرکت د ډېرو کارکوونکو ۳۰ سلنه میاشتنی تنخوا کمه شوې او کام اییر هوایي خصوصي شرکت یو شمېر کارکوونکي له تنخوا پرته رخصت کړي دي.

کرونا ویروس لومړی تېر کال په لیندۍ میاشت کې د چین په واهان ښار او بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپور شو او تر اوسه نړۍ کې څه باندې یو میلیون کسان د دغې وبا له امله مړه شوي دي.  

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال له سلواغې میاشتې راهیسې، هېواد کې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ څه باندې ۴۰۰۰ مثبت پېښې ثبت شوي، له دغې ډلې ۱۴۹۹ تنه مړه او نږدې ۳۴۰۰۰ نور بیرته روغ شوي دي.

د دغې ناروغۍ له خپرېدو وروسته د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه په نړۍ کې د الوتنو د ځنډېدو له امله بېلابېل بندیزونه ولګول شول او له امله یې زیانونه هم واوښتل.

د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې ۱۱ نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې کولې او دوو افغان هوايي شرکتونو(اریانا او کام اییر) د نړۍ ۲۵ ځایونو ته الوتنې درلودې.

د یادې ادارې ویاند محمدنعیم صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یاد ویروس تر خپرېدو وروسته ورو، ورو افغانستان ته بهرنۍ الوتنې کمې شوې او دوه میاشتې (د غبرګولې ترې ۲۴مې) په ټپه ودرېدې.

هغه زیاتوي چې وروسته یوازې «فلای دوبي»،«استانبول ترکیش» «پي ای اې» او «امارات» هوایی شرکتونو بیرته افغانستان ته الوتنې پیل کړې، خو پاتې ۷ نور نړیوال هوایي شرکتونه لا هم افغانستان ته الوتنې نه دي پیل کړي.

دی وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې، د روان کال د وري له دویمې وروسته کورنۍ الوتنې هم ودرول شوې، خو د همدغه کال د چنګاښ له لسمې وروسته داخلي الوتنې بیا پیل شوي دي.

دغو بندیزونو د افغانستان د هوایي چلند برخه زیانمنه کړې ده.

د ملکي هوايي چلند ادارې ۴۰ میلیونه ډالر زیان کړی:

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د کرونا ويروس له امله رامنځته شوو محدودیتونو، دې ادارې ته ۴۰ میلیونه امریکایي ډالره زیان اړولی دی.

د یادې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي وایي، د هېواد له فضا څخه د الوتکو په تېرېدو کې کموالی راغلی او د دې برخې د عوایدو کمېدو ترڅنګ د الوتکو د ناستې او تمځای فیسونو نه شتون، د دې لامل شوي چې یاده اداره خپل ډېرعواید له لاسه ورکړي.

دغې ادارې د روان کال د وري په لومړیو کې پژواک ته ویلي وو چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د افغانستان په حریم کې له هرې تېرېدونکې الوتکې ۷۰۰ ډالره اخلي او دغو شمېرو ته په پام، په یاده برخه کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې عواید په هرو ۲۴ ساعتونو کې اويا زره امریکایي ډالر کم شوي دي.

اریانا ۲۲.۵ میلیون ډالره زیان کړی:

د اریانا دولتي هوايي شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي د تلې په ۲۰مه پژواک ته وویل چې دغه شرکت د کرونا ویروس له امله د لګولو شوو محدودیتونو له امله په تېرو شاوخوا نهو میاشتو کې څه باندې ۲۲.۵ میلیون امریکايي ډالره عواید له لاسه ورکړي.

دی وايي، اریانا شرکت پلان درلود چې د روان کال په نهو میاشتو کې ۵۵.۲ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي؛ خو ځکه دغې موخې ته ونه رسېد چې هند، چین، مسکو، جدې، ریاض، استنابول، انقرې او نورو هېوادونو ته د اریانا الوتنې ودرېدې.

د هغه د معلوماتو له مخې، اریانا په روان کال کې تر اوسه ۳۲.۷ میلیونه امریکایي ډالره عاید لري، په داسې حال کې چې تېر کال یې په همدې موده کې شاوخوا ۴۴.۸ میلیونه ډالر عواید لاس ته راوړي وو.

ده زیاته کړه: “د زیان دویم لامل دا دی چې موږ د هغو افغانانو لېږدولو لپاره چې په ځینو هېوادونو کې د لګېدلو بندیزونو له امله بند پاتې وو، د را انتقالولو په موخه پر سنټایزر، ماسکونو او محافظتي لباسونو لګښت وکړ؛ که دغه کار مو نه وای کړی، له موږ سره مسافر نه راتلل او د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه هم وه.”

د ډېری کارکوونکو د ۳۰ سلنې تنخوا کمېدل:

د ابراهیمي په وینا، اریانا شرکت تر۶۵۰ رسمي او باالمقطع کارکوونکي لري، خو د عوایدو له لاسه ورکولو وروسته دغه شرکت د ډېرو کارکوونکو ۳۰ سلنه تنخواوې کمې کړې.

د ده په خبره، یوازې د هغو کارکوونکو تنخوا نه ده کمه شوې چې خدماتي چارې پر مخ وړي او تنخوا یې کمه ده.

خو هغه زیاتوي: “فعلاً له ضرر کولو وتلي یو، څومره عاید چې لاس ته راځي، هماغسې مو لګښتونه برابر کړي؛ د کارګو د الوتنو په فعالېدو سره زموږ وضعیت ښه شو. هر څومره چې عاید لاس ته راځي، هماغه لګوو او پوروړي نه یو.”

ابراهيمي وايي: “سره له دې چې حکومت د هوايي شرکتونو زیانونو په اړه پوهېږي، خو بیا یې هم مرسته ونه کړه، خو اوس اریانا شرکت له مالیې وزارت سره پر خبرو بوخت دی چې شرکت به مالیه د قسطونو په ډول ورکوي؛ که دولت همکاري ونه کړي نو د شرکت ځیني کارکوونکي به بېکاره شي او یوه ټولنیزه ستونزه به رامنځته شي.”

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي چې دغه وزارت تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د اریانا هوایي شرکت د مشر په وینا، دغه شرکت اړ شوی چې د ځنیو نورو لګښتونو کمولو ترڅنګ، د کارکوونکو د غرمې ډوډۍ، ترانسپورټ او کريډېټ کارټ پیسې هم بندې کړي.

د کام اییر میلیونونه تاوان:  

د کام اییر خصوصي هوایي شرکت د سوداګریزې برخې مسوول سلیمان عمر د روان کال د غويي میاشتې په اوومه رسنیو ته ویلي وو چې له کرونا مخکې دغه شرکت په اوونۍ کې ۱۱۹ الوتنې درلودې چې ۸۰ یې په هېواد کې دننه او پاتې نورې بهر ته ترسره کېدې، خو د کرونا ناروغۍ خپرېدو له امله الوتنې په اوونۍ کې تر ۹۰ سلنه راکمې شوې.

هغه ویلي وو چې له همدې امله کام اییر شرکت ته له ۱۳ میلیونه امریکايي ډالر ډېر زیان رسېدلی دی.

له یاد شرکته مو اوس وپوښتل چې د کرونا له امله د ور اوښتو زیانونو په اړه نوي معلومات راکړي، خو د کام اییر شرکت د رسنیو مسوول نجیب پیمان د تلې په ۲۹مه وویل چې دوی د اقتصادي کړنلارې له مخې په دې اړه معلومات نه شي ورکولای.

خو پیمان زیاته کړه چې له یادو دوو میاشتو وروسته د کام اییر شرکت ټولې الوتنې بېرته پیل شوې او شرکت عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د کام اییر د ځینو کارکوونکو له تنخوا پرته رخصت:

سلیمان عمر په غویي میاشت کې ویلي و چې کام اییر د ۵۰ بهرنیانو په ګډون ۱۰۳۰ کارکوونکي لري، خو د کرونا له امله د رامنځته شوو ستونزو له امله یې ۷۰ سلنه له تنخوا پرته رخصت کړي دي.

خو نجیب پیمان د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي چې د دغه شرکت د پروازونو په ډېرېدو او د وخت په تېرېدو سره د یادو کارکوونکو ډېر شمېر بیا په شرکت کې کار پیل کړی دی.

د هوايي چلند نړیوالې ټولنې (ایاټا) مخکې ویلي وو چې د کرونا ناروغۍ له امله به د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د هوايي چلند شرکتونه له میلیاردونو ډالرو زیان سره مخ شي.

د یادونې ده، افغانستان نه یواځې د هوایي چلند په برخه کې، بلکې په بېلابېلو برخو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لګېدلو بندیزونو له امله زیانونه لیدلي دي، خو اوس ډېر دغه بندیزونه لرې کړل شوي؛ ځکه چې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پېښې کمې شوي دي. افغانستان کې مخکې هره ورځ په سلګونو د دې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت کيدې، خو اوس یې شمېر لسګونو ته راټیټ شوی دی.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version