ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قلعه غزنين د دېوال يوه برخه ونړېده

13 Feb 2012 - 19:00
13 Feb 2012 - 19:00

غزني ښار (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): د غزني د لرغونې کلا (قلعه غزنين) د لوېديځې برخې د دېوال يوه برخه ونړېده. 

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حميدالله سروري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دېوال دغه برخه د واورې د ورښت له امله نمناکه شوې وه، چې نن ماسپښين ونړېده.

 د ده د معلوماتو له مخې، ځينو کسانو د کلا دېوال ته نږدې په خپلسر کورونه جوړ کړي، چې له امله يې د کلا د دېوالونو ځينې برخې زيانمنې شوې دي.

 سروري د دغو کورونو له اوسېدونکو غوښتي، چې کورونه يې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او له همدې امله بايد خپل کورونه پرېږدي.

 نورمحمد، چې نن يې د کلا له دېوال سره د کور درې کوټې هم نړېدلې دي، پژواک ته وويل، چې دوه مياشتې وړاندې د بيارغونې په موخه د کلا د دېوال د بېخ له پاکولو وروسته، د کلا ځينې دېوالونه د نړېدو له ګواښ سره مخ شول.

 نورمحمد زياته کړه: ((زما کور تر دې مخکې هېڅ ستونزه نه لرله، خو کله چې د کلا دېوالونه پاک شول او د بنسټ خاورې يې ووېستل شوې، د کورونو په دېوالو کې درزونه او چاکونه راپيدا شول.))

 دى وايي، په دې کور کې يې پلرونه او نيکونه اوسېدلي، په کلا کې جوړ شوي کورونه په خپله تاريخي ارزښت لري، بايد د کلا د ساتنې ترڅنګ د کورونو ساتنې ته هم پام وشي.

 خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، چې که څه هم په دې کلا کې پخواني کورونه شته؛ خو د ځينو خلکو له خوا په کلا کې د نويو ودانيو جوړولو د دې کلا تاريخي ارزښت ته زيان اړولى دى

 هغه وويل چې له خلکو يې غوښتي چې په کلا کې نوې ودانې جوړې نه کړي.

 د غزني د لرغونې کلا د لوېديځې برخې دېوال داسې مهال نړېږي، چې تېره ورځ هم د دې کلا يو برج د زيات ورښت له امله د يوه کور له دوه کوټو سره يو ځاى ونړېد.

 تېر کال هم د دې کلا تر ټولو مشهور برج بالابين نړېدلى و، خو تر دې مهاله يې د رغونې هېڅ هڅه نه ده شوې.

 د غزني د تاريخي کلا په منځ کې د غزني زوړ ښار او بالاحصار هم پروت دى، چې د لرغونپوهانو په وينا، لرغونتيا يې يوولسمې زېږديزې پېړۍ ته رسېږي.

 د غزني لرغونې کلا، يو مهال د غزنوي واکمنو پوخ پوځي مرکز و او په بالاحصار کې د غزنوي واکمنۍ مشران اوسېدل او ستراتيژيک پوځي اهميت يې درلود.

 د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس حميدالله سروري پژواک ته وويل، چې رياست يې په پام کې لري راروان پسرلي کې د دې تاريخي کلا د دېوالونو بيارغونه پيل کړي.

 ده وويل چې د مالي امکاناتو د نه شتوالي له امله، تردې مهاله نه دي توانېدلي چې دا کلا بيا ورغوي.

 د جرمني د اخن پوهنتون ژمنه کړې، چې په راتلونکي کال کې د بالاحصار او د دغې لرغونې کلا د رغونې په موخه شاوخوا دوه ميليونه يورو ولګوي.

 د يادونې ده، چې په راتلونکي ٢٠١٣ زېږديز کال کې به غزني د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه وپېژندل شي، چې د افغان دولت له خوا په دغه ولايت کې د ځينو تاريخي ځايونو د رغولو چارې له تېرو دوو کلونو راهيسې روانې دي.

 د دې د کلا د جوړېدو اصلي نېټه نه ده معلومه،خو ويل کېږي چې په شپږمه زېږديزه پېړۍ کې د يعقوب ليث صفاري په زمانه کې ودانه شوې ده.

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version