غزني ښار (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د غزني خبريالان وايي، له هغه وروسته څو ځلې وګواښل شول، چې د غزني د زاړه ښار د لرغونې کلا د برج او يو دېوال د نړېدو په اړه يې خبرونه خپاره کړل.
په غزني کې د طلوع ټلويزيون خبريال سيد قدير وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه ځلې د غزني د څو چارواکو له خوا مخامخ او په ټېلېفون له دې امله وګواښل شو، چې ولې يې د کلا په اړه خبر خپور کړى دى.
د هغه په وينا، چارواکو ورته ويلي چې د قلعه غزنين په اړه يې ناسم او ناکره راپورونه خپاره کړي دي.
په غزني کې د بي بي سي خبريال اسدالله جلالزى وايي، چې د خبريالانو پر کار نيوکه کېږي او د پېښو په اړه معلوماتو ته لاسرسى نه لري.
د ده په وينا، چارواکي خبريالان د منفي خبرونو په خپرولو او په راپورونو کې د دقت نه کولو په تور تورنوي.
د دې تر څنګ په غزني ولايت کې د بست باستان خبري اژانس خبريال محمد حسين رحيمي هم ورته نظر لري او زياتوي، چې خبريالان د حکومتي چارواکو له لوري ګواښل کېږي.
دى وايي، په دې وروستيو کې څو خبريالانو ته په ټېلېفون ګواښ شوى او ترې غوښتل شوي دي، چې د تاريخي کلا په اړه د هغوى خبرونه توازن نه لري.
د رحيمي په وينا: ((له بده مرغه په تېره اونۍ کې د ولايت د اداري جلسې موضوع هم همدا وه، چې خبريالان دروغ خپروي او دا ډول تورونه د بيان د ازادۍ او ازادو رسنيو د کار مخه ډب کوي.))
دا په داسې حال کې ده، چې د غزني خبريالان د ځيني ادارو له ساتونکو پوليسو هم شکايت کوي.
شاوخوا شل ورځې مخکې غزني ته د امريکا سفير د راتګ پر ورځ د پوليسو له لوري خبريالانو ته د ولايت ودانۍ ته دننه د ورتګ مخه نيول شوې وه، چې بيا يې خبريالانو په ځواب کې غونډه تحريم کړې وه.
تېره ورځ (د سلواغې ٢٩ مه) د غزني ولايتي شورا د اطلاعاتو او کلتور رييس د خبريالانو د ستونزو او په تېره اونۍ کې د غزني د تاريخي کلا د نړېدو په اړه استجوابيه غونډې ته وروغوښت.
د ولايتي شورا رييس قاضي صاحب شاه هم پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني د ځينو چارواکو له لوري خبريالان په دې ګواښل شوي، چې د قلعه غزنين د برج او دېوال د نړېدو په خبر کې يې دقت نه دى کړى.
په هغې غونډه کې چې د ولايتي شورا ١٢ غړي په کې وو، د خبريالانو کلک ملاتړ وشو او په کې زياته شوه، چې په هر خبر او راپور کې يې بې پلوي ساتلې او توازن يې په پام کې نيولى دى.
خو د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري بيا وويل، چې د غزني د لرغونې کلا د نړېدلي برج په اړه خبريالانو سم خبر نه دى خپور کړى.
د ده په وينا، برج نه دى نړېدلى، بلکې د برج پر سر جوړ شوى کور نړېدلى دى؛ خو خبريالانو د برج د نړېدو خبر خپور کړى دى.
د سلواغې مياشتې په ٢٣مه، د سقاو په نوم د مشهور برج د نړېدو پر ورځ خبريالان د غزني د اطلا عاتو او کلتور رييس د نظر اخيستلو په موخه رياست ته ورغلل؛ خو نوموړي په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د غزني د ولايتي شورا ټول غړي بيا وايي، چې د سقاو په برج کې جوړ شوى کور او برج دواړه نړېدلي دي.
د تېرې اونۍ د دوشنبې پر ورځ د ولايت اداري شورا غونډه هم دې ته ځانګړې شوې وه، چې د لرغونې کلا د برج د نړېدو په اړه خبريالانو ناسم راپورونه خپاره کړي او بايد ترې پوښتنې وشي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن