اسعد اباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د کونړ د ولايتي شورا د اداري هيئت پر ټاکلو د اعتراض له امله سلګونو کسانو يو ځل بيا لاريون وکړ او والي يې د دې شورا په چارو کې پر لاسوهنې تورن کړ.
دغه لاريون نن سهار شاوخوا لس بجې د اسعد اباد ښار له مرکزي څلور لارې څخه پيل شو، چې په ترڅ کې يې د ترافيکو پر مخ د واټونو په موخه ټيرونه ته اور واچول شو او نږدې درې ساعته يې دوام وکړ.
تېره اونۍ د ولايتي شورا د مشرتابه کلنۍ ټاکنې هغه مهال ناندريزې شوې، چې يوې ډلې وکيلانو ټاکنې د ځان په ګټه اعلان کړې، خو د ټاکنو کمېسيون نه وې تاييد کړې؛ وروسته بيا د وکيلانو ترمنځ ټاکنې وشوې، چې لومړنۍ ډله يې پايلې نه مني. دوى تور لګوي چې د دوى ځينې پلويان د سپينو رايو کارولو ته د والي له خوا اړ شوي دي.
له دغو ټاکنو وروسته څو ورځې پرله پسې لاريونونه وشول او لاريون کوونکو د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د ولايتي شورا په چارو کې پر لاسوهنه تورن کړ.
د لاريون يوه سمبالوونکي او د ولايتي شورا غړي حاجي نورالدين، چې د دې شورا اداري پلاوي ته کانديد معترض و، پژواک ته وويل چې دوى ته د ولايتي شورا د لومړي وار ټاکنې چې په کې د سيمه ييزو ارګانونو، ولايت مقام، ملي امنيت او ټاکنو خپلواک کمېسيون حاضر وو، اعتبار لري.
دى وايي، په دغو ټاکنو کې د ولايتي شورا نهه واړه غړي حاضر وو، نو ځکه يې مشروعيت درلود.
حاجي نورالدين د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د ولايتي شورا په چارو کې پر لاسوهنې تورن کړ او له دندې څخه د هغه د ګوښه کولو او محاکمې غوښتنه يې وکړه.
هغه زياته کړه، په دويم وار د کونړ والي په خپل دفتر کې د رايو لپاره زمينه برابره کړه او د ده پر پلويانو يې فشار و، چې نصاب برابر او سپينې رايې وکاروي.
يوه بل لاريون کوونکي عاشق الله وويل، دوى نه غواړي چې د خپل دولت او ولس پر وړاندې ستونزې راپيدا کړي. هغه هم د کونړ والي تورن کړ، چې د ولسونو او قومونو ترمنځ بې اتفاقۍ او تاوتريخوالي ته لمن وهي.
خو د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، د ولايتي شورا په چارو کې هر ډول لاسوهنه رد کړه.
هغه پژواک سره د خبرو پرمهال د لاريون کوونکو ټول تورونه بې بنسټه وبلل او زياته يې کړه، چې د ولايتي شورا ټاکنې د دوى خپلمنځى کار دى او د ولايت مقام په کې هېڅ ډول د لاسوهنې حق نه لري.
له بل لوري په کونړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر شاه جهان سرداري وايي، چې په لومړي وار د ولايتي شورا د رييس او اداري پلاوي د ټاکلو لپاره د شورا دوه ثلثه غړي نه و حاضر، ځکه خو دوى صندوقونه کېنښودل.
نوموړي زياته کړه، چې په دويم وار نصاب پوره وو، دوى راى پاڼې ورکړې او غړي د رايو صندوقونو ته لاړل او په خپله خوښه يې رايې ورکړې، چې دى يې مشروع بولي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن