ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د کونړ د والي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

18 Feb 2012 - 19:16
18 Feb 2012 - 19:16

اسعد اباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): په کونړ ولايت کې لسګونو لاريون کوونکو په شپږم ځل د لاريون پر مهال د ولايتي شورا د اداري پلاوي تېرې ټاکنې رد کړې او د والي د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه.

 څو ورځې مخکې د دې ولايت د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې ميا حسن عادل يو ځل د رييس په توګه وټاکل شو؛ خو ناکام کانديد دغه ټاکنې نه مني او والي پر لاسوهنې تورنوي.

 د دې ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې نن د سلواغې په ٢٩مه، يو ځل بيا لسګونو کسانو لاريون وکړ او د والي د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه.

 لاريون کوونکي چې ډېر غوسه او پارېدلي وو، ټايرونو ته يې اور واچاوه، د والي پر ضد يې شعارونه ورکول او لاره يې هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

 د لاريو ن يوه سمبالوونکي او د ولايتي شورا مشرتابه ته کانديد معترض حاجي نورالدين پژواک اژانس ته وويل، چې ده ته د ولايتي شورا د لومړي وار ټاکنې چې په کې د سيمه ييزو ارګانونو، ولايت مقام، ملي امنيت او ټاکنو خپلواک کمېسيون حاضر وو، اعتبارلري.

 هغه زياته کړه چې په لومړي ځل ټاکنو کې دى بريالى و، ولې هغه لغوه اعلان شوې؛ خو والي د خپلې خوښې کانديد لپاره بيا ټاکنې ترسره کړې.

 نوموړي د کونړ د والي د ګوښه کولو ترڅنګ د هغه د محاکمې غوښتنه هم وکړه.

 يوه بل لاريون کوونکي حاجي قمر دين  وويل: ((موږ نه غواړو چې د خپل دولت او ولس په وړاندې ستونزې راپيدا کړو.))

 هغه د کونړ پر والي تور پورې کړ چې د ولسونو او قومونو ترمنځ بې اتفاقۍ او تاوتريخوالي ته لمن وهي.

 هغه زياته کړه، چې والي وحيدي د ولايتي شورا کې د يو اړخ ملاتړ کوي.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې يې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې.

 هغه د لاريون کوونکو ټول تورونه بې بنسټه وبلل او زياته يې کړه، چې د ولايتي شورا ټاکنې د دوى خپلمنځى کار دى، چې ولايت په کې هېڅ ډول د لاسو هنې حق نه لري.

 نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون شته، که دوى پر ټاکنو نيوکه لري، نو کمېسيون ته دې خپل شکايت وړاندې کړي.

 په کونړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر شاه جهان سرداري وايي، چې په لومړي وار د ولايتي شورا د رييس او اداري پلاوي لپاره دوه ثلثه نه وو پوره، ځکه خو دوى صندوقونه کېنښودل؛ خو په دويم وار چې نصاب پوره وو، دوى راى پاڼې ورکړې او غړي د رايو صندوقونو ته لاړل او په خپله خوښه يې رايې ورکړې، چې دې يې مشروع بولي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version