اسلام اباد (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٠): د کرمې ايجنسۍ په پاړه چنار بازار کې نن له غرمې وروسته په ځانمرګي بريد کې ٢١ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په پاړه چنار کې د زرين حسين په نوم يوه ځايي دولتي کارکوونکي د سلواغې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد، نن د جمعې له لمانځه وروسته په بازار کې وشو.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکي توکو ډک خپل موټرسايکل ته د بازار په منځ کې چاودنه ورکړه.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ١١ تنه وژل شوي او له ٣٠ زيات ټپيان دي، چې بېلا بېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.
خو په دې سيمه کې يوه بله امنيتي سرچينه وايي، چې په دې ځانمرګي بريد کې ٢١ تنه وژل شوي او له ٤٠ زيات ټپيان دي.
د عابد اورکزي په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې په بازار کې شاوخوا ٢٠ دوکانونه او هوټلونه هم ويجاړ شوي دي.
د نوموړي په وينا، ځانمرګى بريد هغه مهال وشو، کله چې د جمعې له لمانځه وروسته خلک د کورونو پر لوري روان وو.
دى وايي چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې په بازار کې روان وو.
د پاړه چنار د روغتون مسوولين وايي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن