ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جمرود کې چاودنې ١٧ تنه وژلي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي

17 Dec 2012 - 13:41
17 Dec 2012 - 13:41

اسلام اباد (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩١): د کوزې پښتونخوا په خيبر ايجنسۍ کې نن له غرمې مخکې په يوه چاودنه کې ١٧ تنه وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي.

دا چاودنه نن (د لېندۍ ٢٧مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د خيبر ايجنسۍ د جمرود په بازار کې د يوه دولتي چارواکي دفتر ته نږدې شوې ده.

په خيبر ايجنسۍ کې يوه دولتي چارواکي مطهر زيب د چاودنې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې په دې چاودنه کې ١٧ تنه وژل شوي او ٥٧ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې دوه زده کوونکي، يو ماشوم او پنځه ښځې هم شاملې دي.

د يعقوب اپريدي په نوم يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ٢٠ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، چې د چاودنې له امله دوولس موټر، دوکانونه او کورونه هم ويجاړ شوي دي.

يعقوب وايي، چې د پېښې سيمې ته نږدې په يوه هوټل کې هم خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښور د حيات اباد ميډيکل کمپليکس په نوم د روغتون مسوولين وايي، چې له دې پېښې تر ٤٠ پورې ټپيان ور وړل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې وړمه شپه د پېښور ښار پر هوايي ډګر هم ډله ييز ځانمرګي بريدونه وشول او له امله يې لس بريد کوونکي، دوه پوليس او څلور عام وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version