ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له پاکستان سره د سولې په برخه کې پر يو لړ مسايلو موافقه کړې

19 Feb 2012 - 15:34
19 Feb 2012 - 15:34

اسلام اباد (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د ولسمشر وياند وايي، چې حامد کرزى له پاکستاني چارواکو سره د سولې په برخه کې په يو لړ مسايلو موافقې ته رسېدلى، خو دولت به هېڅکله داسې کوم کار ونه کړي، چې تېرو لس کلنو لاسته راوړنو ته زيان ورسېږي.

ولسمشر حامد کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره تېره اونۍ د پاکستان، افغانستان او ايران د ولسمشرانو ترمنځ په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللى و او پرون بېرته هېواد ته راستون شو.

د دغه سفر پر مهال په ياده غونډه کې د ګډون ترڅنګ ولسمشر د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني او ولسمشر زرداري سره هم ځانګړې ليدنې وکړې.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي له اسلام اباد څخه د بېرته ستنېدو پر مهال په الوتکه کې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال دغه سفر بريالى او ډېر ګټور وباله.

هغه زياته کړه، چې د دغه سفر پر مهال افغان دولت له پاکستان سره د سولې په برخه کې پر يو لړ مسايلو موافقې ته رسېدلى دى.

فيضي که څه هم په دې اړه نور جزئيات په ډاګه نه کړل، خو زياته يې کړه، چې ولسمشر د دغې موافقې په اړه اوس د يوه عملي ميکانيزم غوښتونکى دى.

نوموړى وايي، چې د افغانستان دولت به هېڅکله هم دا له وسلوالو مخالفينو سره ونه مني، چې اساسي قانون نقض او د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي او يا تېرو لس کلنو لاسته راوړنو ته زيان ورسېږي.

ده د يو شمېر بهرنيو رسنيو هغه راپورونه، چې ګواکې په اسلام اباد کې د يوې ليدنې پر مهال د ولسمشر کرزي او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې يو څه توندې شوې وې، رد کړې او زياته يې کړه، چې دا هېڅ واقعيت نه لري.

د هغه په وينا، په ټولو ليدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو چارواکو ګډون درلود او بشړې د صميمت په فضا کې ترسره شوې.

فيضي زياته کړه: ((پاکستان ته د ولسمشر دغه سفر ډېر زيات مثبت او تر ټولو مهم و.))

ده له پاکستان څخه د ولسمشر او ورسره پلاوي د غوښتنو په اړه وويل، چې د افغاني لوري غوښتنې ښکاره او څرګندې وې.

هغه وويل، ولسمشر کرزي د پاکستان له حکومت، سياسي ډلو او علماوو څخه وغوښتل، چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ او د ډيورنډ د کرښې دواړو خواوو ته د امنيتي ګواښونو او د مذهبي افراطيت په مخنيوي کې مبارزه وکړي.

فيضي وويل، د ولسمشر کرزي ليدنې د پاکستان د سياسي او اسلامي ډلو له مشرانو هر يوه نوازشريف، قاضي حسين احمد، مولانا عبدالغفور حيدري، محمودخان اڅکزي، چوهدري شجاعت حسين، افتاب احمدخان شېرپاو، مولانا سميع الحق، شجاعت حسين، افراسياب خټک او له يو شمېر نورو پاکستاني مهمو او مشهورو څېرو سره د دواړو هېوادونو د ثبات، نږدې همکاريو او په هره کړنه کې د صادقانه عمل په اړه وې.

د نوموړي په وينا، نوازشريف له ولسمشر کرزي سره په ليدنه کې د نورو خبرو ترڅنګ په ښکاره وويل، تر هغه چې په افغانستان کې امنيت نه وي راغلى، په پاکستان کې د امنيت راتلل مشکله خبره ده.

ده زياته کړه، چې ولسمشر کرزي له قاضي حسين احمد او حيدري سره په ليدنه کې وغوښتل، چې دوى دې طالبان وهڅوي، چې په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د ښوونې او روزنې پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او د تعليم په غوړېدو کې ورسره مرسته وکړي او همدارنګه دې د سولې په برخه کې له افغان لوري سره له زړه يوه خوله شي.

د هغه په خبره، چې قاضي حسين احمد په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د موجوديت په اړه خپله اندېښنه ولسمشر ته وړاندې کړه، ولسمشر ورته په ښکاره وويل، چې که افغانستان او پاکستان په خپلو منځونو کې ستونزې حل نه کړي او حالات دغه ډول ترينګلي پاتې شي، نو بيا معلومه خبره ده، چې بهرنيان به په افغانستان کې موجود وي.

فيضي وويل، چې پاکستان ته دغه ځل د ولسمشر سفر او خبرې هيله منې او پاکستاني لوري مثبت تمايل درلود.

دغه راز د ولسمشر وياند په قطر کې له طالبانو سره د امريکا له لوري د پيل شوو خبرو په اړه وويل: ((هغه ستونزې چې د قطر د خبرو په اړه موږ له امريکا سره درلودې، هغه اوس حل شوې دي.))

ده زياته کړه، کله چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ګروسمن په دې وروستي سفر کې له ولسمشر کرزي سره وکتل، نو هغه اختلاف، چې د قطر د خبرو په اړه موجود و، هغه حل او دولت د هرې هغې هڅې، چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت، ثبات او دايمي امن لامل ګرځي ملاتړ کوي.

فيضي وويل، چې د سولې په اړه د دولت تګلاره روښانه ده، چې د مخالفينو له خوا د اساسي قانون منل، د ښځو حقوقو ته درناوى او له زور زياتي څخه لاس اخيستل دي.

د نوموړي په وينا، د سولې لپاره پورته يادې شوې خبرې د دوى ښکاره شرايط هم طالبانو او هم نړيوالو ته دي، که خبرې کېږي، نو دغو مهمو ټکو ته بايد جدي پاملرنه وشي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version