اسلام اباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د ولسمشر وياند هغه خبرونه رد کړل، چې ګواکې د اسلام اباد د خبرو پر مهال د ولسمشر حامد کرزي او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه.
يو شمېر پاکستانۍ او غربي رسنۍ له پرون راهيسې خبر ورکوي، چې په اسلام اباد کې د ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني ترمنځ د غونډې په ترڅ کې حامد کرزى په کومه خبره مرور شوى او غونډه يې پرېيښې وه، خو وروسته د پاکستاني چارواکو له خوا بېرته پخلا شو.
سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر د دغو خبرو په جريان کې هغه مهال تندې خبرې وکړې، چې له طالبانو سره د سولې پر موضوع بحث روان و او پاکستاني چارواکو ته يې اشاره وکړه، چې تاسو ته دې ته تيار ياست، چې نجونې مو ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې نه شي؟
خو د ولسمشر وياند ايمل فيضي دا ډول څرګندونې په کلکه ردوي او زياتوي، چې هېڅ داسې کومه پېښه نه ده رامنځه شوې.
هغه د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اسلام اباد ته د ولسمشر دغه سفر په تېرو ټولو سفرونو کې ډېر مهم او ګټور و.
نوموړي زياته کړه، چې له پاکستاني چارواکو سره د ولسمشر حامد کرزي خبرې اترې په دوستانه او صميمانه فضا کې ترسره شوې.
فيضي وويل، چې ولسمشر خپل دريځ په څرګنده توګه پاکستاني چارواکو ته وړاندې کړى او هغوى هم په ارامه فضا کې د ولسمشر دريځ، وړانديزونه او غوښتنې منلې دي.
ولسمشر حامد کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره وړمه ورځ د پاکستان، افغانستان او ايران د ولسمشرانو ترمنځ په سرمشريزه غونډه کې اسلام اباد ته تللى و او ټاکل شوې، چې نن بېرته هېواد ته راستون شي.
د دغه سفر پر مهال په ياده غونډه کې د ګډون ترڅنګ ولسمشر د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني او ولسمشر زرداري سره هم ځانګړې ليدنې وکړې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن