ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک له بې کيفيته درملو سرټکوي

20 Feb 2012 - 18:11
20 Feb 2012 - 18:11

خوست ښار (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠): د خوست يو شمېر اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د بې کيفيته درملو له خرڅلاو څخه شکايت کوي او د عامې روغتيا رياست چارواکي هم دغه ستونزه مني.

 دوى زياتوي چې خوست ولايت ته هره ورځ پرېمانه بې کيفيته درمل راوړل کېږي او ولايتي اداره يې مخنيوى نه شي کولاى.

 خوست ولايت له ګاونډي هېواد پاکستان سره شاوخوا ١٦٠ کيلومتره ګډه پوله لري او زياتره وخت يې سوداګر خپل مالونه له بېلابېلو قاچاقي لارو څخه خوست ته راوړي.

 د خوست ښار يوه اوسېدونکي يوسف خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په خوست ښار کې داسې بې کيفيته درمل پلورل کېږي، چې ناروغ ته د ګټې پر ځای زيان رسوي.

 دى وايي، هر ډاکټر ته چې ورشي، يواځې د ټوخي لپاره هم له زرو افغانيو کم درمل نه ورکوي؛ خو اغېز نه کوي.

 د هغه په وينا: ((يا خو دولت د بې کيفيته درملو په خرڅلاو باندې خبر نه دی او يا يې شخصي ګټې په کې دي او مخه يې نه نيسي.))

 نوموړي له افغان دولته وغوښتل، چې بايد د دې ستونزې د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

 د خوست ښار يو بل اوسېدونکی عبدالوهاب هم وايي، چې د خوست زياتره ناروغان د يوې کوچنۍ ناروغۍ د درملنې لپاره هم پاکستان ته ځي.

 د ده په خبره، په خوست ولايت کې د بې کيفيته او پر وخت تېر درملو له امله دلته علاج او درملنې ته زړه نه ښه کوي.

 ډاکټر محمدولي شاه چې په خوست ښار کې درملتون لري، پژواک اژانس ته وويل چې د درملو يو شمېر سوداګر د خپلو شخصي ګټو په موخه خوست ته بې کيفيته درمل راوړي.

 د هغه په وينا، دغه راز په خوست ښار کې لسګونه درملتونونه شته، چې قانوني اسناد نه لري او تراوسه چا پوښتنه هم نه ده ترې کړي.

 دى زياتوي، که دولت هغه درملتونونه چې بې کيفيته درمل پلوري، ونه تړی، نو خلک او ناروغان به له نورو ګڼو ستونزو سره مخ شي.

 په خوست کې د درملو يوه سوداګر سلطان پژواک اژانس ته وويل، چې هغه له پاکستان څخه درمل راوړي او د يادې ستونزې اصلي لامل له ګمرکونو سره د درملو د معاينه کولو د ماشينونو نه شتون بولي.

 نوموړی زياتوي: ((سوداګر هر وخت خپلې ګټې ته ګوري، د ښو کمپنيو پرځای د بې کاره هغو کمپنيو دواګانې راوړي، چې دوی ته په ټيټه بيه تمامېږي او دا په دولت پورې اړه لري چې بايد کنټرول يې کړي.))

 د خوست د عامې روغتيا رياست هم دا مني، چې په خوست ښار کې بې کيفيته درمل پلورل کېږی.

 د خوست د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې دوی د بې کيفيته درملو د مخنيوي لپاره په ښار کې څو ځلې عمليات ترسره کړي دي.

 دده په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې يې په لسګونو درملتونونه تړلي او يو شمېر هغه کمپنۍ چې په غير قانوني ډول يې فعاليت کاوه، هم بندې کړې دي او هغه درمل يې هم څو ځلې سوځولي، چې بې کيفيته وو.

 نوموړی وايي، چې دوى تراوسه د درملو د معاينه کولو لپاره کوم ماشين نه لري؛ خو زياتوي چې د راتلونکي لمريز کال په پيل کې به يې وپېري.

 د حميدي په خبره، په تېرو دوو کلونو کې يې تر څلورو ټنو زيات هغه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل سوځولي، چې د ښار له بېلابېلو درملتونونو څخه يې راټول کړي وو.

 د خوست د ګمرک رياست چارواکي هم د دې پخلى کوي، چې خوست ښار ته بې کيفيته درمل راوړل کېږی.

 د دغه رياست د ګرځنده څارنې مدير ممتاز پژواک اژانس ته وويل، چې دوی په ګمرک کې داسې وسايل نه لري، چې د درملو ښه او بد پرې معلوم کړي.

 نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې يې د خوست د ټولو درملو له سوداګرو څخه ژمنه اخيستې ده، چې خوست ته به تاريخ تېر او بې کيفيته درمل نه راوړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version