ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې په لويه کچه بې کيفيته درمل پلورل کېږي

هرات (پژواک ۱٩ مرغومى ۹۱): “نالوستی يم، خو په ناروغۍ ښه پوهېږم او خلکو ته ښه دارو درمل ورکوم.”

دا د ديارلس کلن خدايداد خبرې دي، چې د هرات ولايت د دروازه ملک په له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې درمل پلوري.

د هرات ښار له ګڼې ګوڼې په ډکو ساحو کې داسې کراچۍ او ټوکرۍ ليدل کېږي، چې پر خپل سر په کې بې کيفيته درمل پلورل کېږي.

په يادو برخو کې دروازه ملک، چوک جهاد، د منارونو سړک، کندهار دروازه او د موټرو تم ځايونه شامل دي، چې ډېری پلورونکي يې ماشومان او عمر خوړلي کسان دي.

خدايداد وايي، چې که څه هم نالوستی دی، خو په ناروغيو په ځانګړي ډول د ماشومانو په ناروغيو ښه پوهېږي.

نوموړي، چې خپل ځان ته يې د ډاکتر لقب ورکړی او د درملو په پلورلو بوخت دی، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د درمل پلورلو لپاره يې دوه زره افغانۍ پانګونه کړې، چې نږدې هره ورځ ۲۰۰ افغانۍ عايد لري.

دغه ماشوم زياته کړه، چې درمل د هرات ښار له درملتونونو پېري او په ټوکرۍ کې يې خرڅوي او وايي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابروي.

خدايداد، چې د سړک پر غاړه له نورو ۱۰ درمل پلورونکو سره درمل پلوري، زياتوي: “زما بازار چوک دی او زيات پېرونکي لرم.”

يو شمېر پلورونکي بيا ادعا کوي، چې درمل يې با کيفيته او ارزانه دي، له همدې امله ښه بازار لري.

پنځه پنځوس کلن محب الله، چې په يوه ټوکرۍ کې د درملو ترڅنګ نصوار هم پلوري، وويل: “زموږ د درملو نېټه او کيفيت ښه دی، ګوره دغه شين پاګټ وينې! له درمتلون نه مې په شل روپۍ اخيستی او په لس روپۍ پلورم.”

کله چې له هغه نه د درملو د نوعيت په اړه وپوښتل شول، ويې ويل: “نوم يې نه راځي، خو دا سور پاکټ د سردرد ګولۍ دي، دغه شين پاکټ د ماشومانو لپاره دی او دغه غټې غټې ګولۍ چې ګورې، د ستوڼي د درد لپاره دي.”

خو يو شمېر کسان بيا په ښار کې د بې کيفيته درملو له پلورلو شکايت کوي او وايي، چې د دا ډول درملو کارونه روغتيا ته زيان لري.

د هرات ښار يوه اوسېدونکي عبدالولي، چې تازه له کتنځي نه راوتی و، وويل، چې د زړه درد يې درلود، د يوې ټوکرۍ نه يې د مکروب ضد اموکسی سيلين کپسول واخيستل، خو له خوړلو وروسته يې د زړه درد دوه چنده شو.

هغه زياته کړه، کله چې ډاکتر ته لاړم، نو ثابته شوه، چې دغه ټابليت د درملو خاصيت نه درلود، ډاګتر راته بله نخسه وليکله، چې د ډاکتر فيس سل افغانۍ شو او پنځه سوه نورې افغانۍ رانه په درمل اخيستو لاړې.

دغه ځوان وويل: “د درملو پلورونکي د خلکو په سر سوداګري کوي او د هغوی د روغتيا غم ورسره نشته.”

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې څنګه يې بې کيفيته درمل اخيستي وو؟ وويل: “زه نالوستی يم، په کيفيت ميفيت يې نه پوهېږم، خو د ټوکريو درمل ارزانه وي، ما فکر کاوه چې ورسره ښه به شم، خو له بد يې بدتره کړم.”

د ده په خبره، د تابليت هغه پاکټ، چې په درملتون کې په ۳۰ افغانۍ وي د سړک پر سر په لس افغانۍ پلورل کېږي.

عبدالولي له روغتيايي مسوولينو وغوښتل، چې د دې ډول بې کيفيته درمل پلورونکو لمن ورټوله کړي او عاملينو ته يې دې جزا ورکړي.

په هرات کې د (الرحمن) په نوم د شخصي کلينيک مسوول ډاګتر حميدالله نيازی وايي، دا د خجالت ځای دی، چې خلک د اوچت فرهنګ او سواد خبرې کوي، خو بيا هم له دې سره سره په ښار کې بې کيفيته او تاريخ تېر درمل پلورل کېږي.

هغه په دې برخه کې خلک پړه وبلل، چې ولې له دا ډول درملو کار اخلي؟ هغه درمل چې په کراچيو او ټوکريو کې پلورل کېږي، له ګټې يې زيانونه ډېر دي.

دغه ډاکتر وويل، هغه درمل چې په ټوکريو کې پلورل کېږي، له درملتونو سره چندان توپير نه لري، د بېلګې په ډول، يو پرستامول ټابليټ په ټوکرۍ او درملتون کې په يوه بيه وړاندې کېږي؛ خو کوم تابليت چې په درمتلون کې ورکول کېږي، کيفيت يې ښه او د ډاکتر له نسخې سره ورکول کېږي.

هغه وويل، چې دا مهال په ټول هېواد کې پنځوس سلنه درمل غير معياري او بې کيفيته دي، چې لامل يې د روغتيايي چارواکو نه پاملرنه او بې کفايتي ده.

ډاکتر نيازی زياته کړه: “په بازار کې درملو پلورل، د خلکو د کمزوري او ټيټ فرهنګ او همدا راز د روغتيايي مسوولينو د نه پاملرنې څرګندونه کوي.”

خو د هرات د عامې روغتيا رياست د روغتيايي قوانينو د بررسۍ مدير ډاکتر محمدنعيم جامي د سړکونو پر سر د درمل پلورلو خبره رد کړه او ويې ويل، چې دوی په روان کال کې شپږ ځلې عمليات کړي او د هرات ښار له درملتونو څخه يې څلوېښت ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل راټول کړي او د ولايت او څارنوالۍ د ګډ پلاوي په مخ کې يې سوځولي دي.

هغه زياته کړه: “موږ په ښار کې ډلې لرو، د بې کيفيته درملو د ټولولو پروګرام روان دی، د روغتيا رياست له اجازه ليک پرته هېڅوک هم د درمل پلورلو او ناروغ د کتنې اجازه نه لري.”

خو هغه وخت، چې نوموړي ته د پژواک د خبريال له خوا د سړک پر غاړه د پلورل کېدونکو درملو تصوير وښودل شو، هغه وويل، چې دا پخوانی تصوير دی.

ډاکتر جامي وروسته ومنله، چې د سړکونو پر سر د بې کيفيته درملو پلور يوه سرغړونه ده او دوی به يې د عاملينو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

نوموړي زياته کړه، يو شمېر کسان هرات ولايت ته د بې کيفيته درملو د راتلو هڅه کوي، چې ډېره برخه يې له ايران او پاکستان نه را واردېږي.

هغه زياته کړه، چې هېڅوک هم په ګمرګ د چک او د روغتيايي قوانينو د بررسۍ پلاوي له اجازه ليک پرته درمل نه شي راوړلای، که چېرې بې کيفيته درمل تشخيص شي، نو نيول کېږي او يا هم بېرته مستردېږي.

دغه روغتيايي چارواکي، له غير قانوني لارو د درملو توريد يوه ستونزه وګڼله او څرګنده يې کړه، چې له سرحدي ځواکونو سره يې د دا ډول درملو د مخنيوي لپاره يو پلان ترلاس لاندې دی.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version