ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«هرات ته په لوړه کچه بې کیفیته پاکستاني درمل قاچاق کېږي»

«هرات ته په لوړه کچه بې کیفیته پاکستاني درمل قاچاق کېږي»

author avatar
15 Dec 2021 - 15:58
«هرات ته په لوړه کچه بې کیفیته پاکستاني درمل قاچاق کېږي»
آرشیف
author avatar
15 Dec 2021 - 15:58

هرات ښار (پژواک، ٢۴ لېندۍ ١٤٠٠): د هرات ولایت روغتیايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له پاکستانه قاچاق شوي درمل په پراخه کچه پلورل کېږي چې ډېری یې بې کیفیته او د لږ کیفیت لرونکي دي.

د هرات روغتیايي مسوولین د سوېلي پولې له لارې هرات ولایت ته د بې کیفیته درملو د قاچاق په اړه اندېښمن دي.

د هرات د عامې روغتيا مرستيال محمد اصف کبير له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې هرات ته د درملو د قاچاق مخه بايد ونيول شي او د دغه بهیر دوام د ناروغانو روغتيا ته جدي ګواښ دی.

هغه له امنيتي ځواکونو غواړي چې د بې کيفيته او قاچاقي درملو له قاچاق کوونکو سره جدي چلند وکړي؛ ځکه د هغه په  خبره، ټيټ کيفيت لرونکي درمل هره ورځ هېواد، په ځانګړي ډول هرات ته واردیږي.

په ورته مهال، د هرات د عامې روغتيا پخوانی رييس عبدالحکيم تمنا د قاچاقي او لږ کيفيت لرونکو درملو واردولو د مخنيوي په موخه پر پوله د کلکې څارنې ټينګار کوي.

هغه وايي چې قاچاقي درمل له سوېلي پولو هېواد ته واردیږي چې له بده مرغه په ​​دې برخه کې د امنيتي ځواکونو له لوري هيڅ ډول څارنه او کنټرول نه ترسترګو کېږي.

د مخکني حکومت د عامې روغتیا وزارت هم امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې وه: «پولې کنټرول کړئ او د پاکستان له مرز نه ‎افغانستان ته د قاچاقي توکو د واردولو مخه ونیسي.»

د هرات پخواني روغتیایي مسوولین وایي چې ډېری قاچاقي درمل د دغه ولایت ولسوالیو ته ځي؛ ځکه په ولسوالیو کې هيڅ ډول څارنه نشته.

مسوولین ټینګار کوي چې په هرات ښار کې د جدي څارنې په دلیل قاچاقي درمل کم موندل کېږي.

د هرات د عامې روغتیا پخوانی رییس عبدالحکیم تمنا وايي: «هرات ته به چې قاچاقي درمل راتلل، د ښار په کچه لږ وېشل کېدل؛ ځکه په ښار کې عامې روغتيا ریاست او پوليسو څارنه کوله او د قاچاقي درملو د پلور مخنیو یې کاوه چې له همدې امله دغه درمل ولسوالیو ته وېشل کېدل او د دولت له څار لرې پلورل کېدل.»

په هېواد کې د درملو د قاچاق دوام د دولتي عوایدو د غلا لامل شوی او زورواکو او مفسدینو ته یې هم د وارداتو زمینه برابره شوې ده.

د هرات ولايتي شورا يو شمېر مخکني غړي په دغه ولايت کې د ټیټ کيفيت او قاچاقي درملو د پېر او پلور په اړه اندېښمن دي.

د هرات ولايتي شورا پخواني غړي نجيب الله محبي پژواک ته وويل: «په ټولنه کې، په تېره بيا په مخکني حکومت کې د فساد کچه ډېره لوړه وه او فساد د ډېرو انسانانو وجدان خراب کړی و؛ ان تر دې چې ځینو سوداګرو هېواد ته د درملو په قاچاق سره د خپلو هېوادوالو ژوند له کواښ سره مخ کړ.»

د هرات یو مدني فعال سيد اشرف سادات وایي، په مخکني حکومت کې ډېرو زورواکو او مفسدو کسانو قاچاقي درمل واردول چې اوس بايد د هغوى د فعاليت مخنيوی وشي.

سادات وویل: «له بده مرغه ډېر درمل چې قاچاق کېږي، ډېر ټیټ کیفیت لري چې ان کېدای شي د انسان له ژوند سره لوبه وي. د تېر حکومت له لوري مو کوم هدفمن پروګرام نه درلود چې وکولای شي د ټیټ کیفیته درملو واردېدو مخه ونیسي.”

تېر کال هم دوه ځلې په هرات ولایت کې قاچاقي، کم کیفیته او تاریخ تېر درمل د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له خوا وسوځول شول.

د هرات روغتیايي مسوولین وايي چې سږ کال به ۱۲ټڼه درمل ژر وسوځوي؛ خو پر دې سربېره هم د هېواد په بازارونو کې ډېری قاچاقي درمل پلورل کېږي.

په هرات ولايت کې يوه ډاکټر محمد حديد پژواک ته وويل: «هغه څوک چې بې کيفيته درمل واردوي، په عملي ډول د خلکو روغتيا له ګواښ سره مخ کوي او دغو کسانو ته بايد سخته سزا ورکړل شي.»

د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو ټیټوالی

دا مهال په هرات کې د درمل جوړولو دوه شرکتونه فعال دی؛ دغ شرکتونه د ۷۰ قلمه درملو د تولید وړتیا لري، خو هرات ته د درملو قاچاق کېدو له امله اوس یوازې ۱۶ قلمه درمل تولیدوي.

د هرات د درمل پلورونکو اتحاديې رییس عبدالکريم شېرزاد وایي چې له پاکستانه افغانستان ته د درملو قاچاق روان دی چې په هرات ولايت کې هم پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه: «سود خواره او هېواد پلورونکي کسان دي چې قاچاقي او کم کیفیت لرونکي درمل د هرات بازارونو ته واردوي. زموږ هېواد چې له نورو سره اوږدې پولې لري، نه شي کېدای څو د درملو د قاچاق مخنیوی وکړو او د هرات د عامې روغتیا ریاست هم د درملو وارداتو په برخه کې هيڅ کنټرول نه لري.»

خو د هرات د والي مرستيال مولوي شېراحمد عمار پژواک ته وويل چې حکومتي ځواکونه د درملو د قاچاق د مخنيوي په اړه اقدام کوي.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې د درملو قاچاق دوام لري او دغه کار مافیا ترسره کوي؛ مافيا اوس هم هڅه کوي هرات ته درمل قاچاق کړي، خو موږ هڅه کوو چې د درملو د قاچاق مخنیوی وکړو او دغه بهیر به ودرول شي.»

که څه هم هرات ته له ګاونډيو هېوادونو د قاچاقي درملو د کچې په اړه کره معلومات نشته؛ خو روغتيايي مسوولین وايي چې د تېر حکومت پر مهال د درملو د قاچاق کچه لوړه وه او بايد د درملو د قاچاق مخنیوی وشي.

Views: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.