ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د قران کريم سوځېدل وغندل شول

22 Feb 2012 - 17:22
22 Feb 2012 - 17:22

کندهار ښار (پژواک ٣ کب ٩٠): په کندهار کې د قران کريم او يو شمېر نورو اسلامي کتابونو د سوځونې او بې حرمتۍ په اړه يوه سوله ييزه غونډه وشوه او هغه يې وغندل.

 په دې غونډه کې د کندهار والي او نورو ګډونوالو، د دغې پېښې عاملينو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه.

 غونډه چې د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې جوړه شوې وه، په کې د کندهار د والي تر څنګ د علماوو شورا، د سولې د ولايتي شورا، د حج او اوقافو، د ملي امنيت مسوولينو، د خرقې مطهرې او امام بارګاه خطيبانو، د يو شمېر جوماتونو امامانو او قومي مشرانو ګډون کړى وو.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په دې غونډه کې وويل، چې د دې ولايت د ملکي او پوځي ادارې په استازيتوب د قران کريم د سوځونې پېښه په سختو ټکو غندي او د پېښې عاملينو ته سخته سزا غواړي.

 هغه د کندهار له اوسېدونکو وغوښتل، چې په دې برخه کې له حوصلې او زغم څخه کار واخلي او دښمنانو ته اجازه ور نه کړي، چې له دې پېښو ناوړه ګټه پورته کړي او خلک د خپلو شومو موخو لپاره وکاروي.

 نوموړي د کندهار له اوسېدونکو مننه وکړه، چې د سوله ييزې لارې د دغې پېښې غندنه کوي، خواشيني ښيي او له يوې سالمې لارې خپل اعتراضونه او غوښتنې تر نړيوالو رسوي.

 د ده په خبره، د هېواد په کچه د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان، د امريکا ولسمشر او دفاع وزير هم په دې اړه د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې او په دې اړه يې د پلټنو حکم کړى دى.

 په کندهار کې د خرقې مطهرې او د اهل تشيع د مرکزي امام بارګاه خطيبانو هم په خپلو خبرو کې خلک سوله ييز غبرګون ته راوبلل او له هغو يې وغوښتل، چې يوه غلطي په بله غلطۍ پاى ته ونه رسوي.

 هغوى له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې د دې پېښې جدي پلټنه وکړي، په راتلونکي کې داسې پېښې تکرار نه کړي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي.

 د کندهار ولايت د جوماتونو د امامانو او قومي مشرانو په استازيتوب يوه قومي مشر حاجي ګلالي هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د قران کريم ساتنه د ټولو مسلمانانو دنده ده او د ساتنې لپاره يې بايد په ګډه کار وکړي.

 هغه دغه پېښه دردوونکې وبلله او ويې ويل، چې له يوه اړخه له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې روانې دي او دغه راز پېښې دغې پروسې ته زيان رسوي او تاوتريخوالى ډېروي.

 نوموړي د کندهار ولايت د ادارې ستاينه وکړه، چې له خپلو خلکو سره په ګډه د سوله ييزې لارې د قران کريم د بې حرمتۍ پېښه غندي او د لاريونونو او احتجاجونو په پايله کې د ممکنه پېښېدونکي تاوتريخوالي مخه نيسي.

 د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال هم د رسنيو پر وړاندې دغه ډول احتجاجي غونډه تر هر ډول لاريون ګټوره وګڼله او ويې ويل، چې په ډېرې اسانۍ خپل غږ تر نړۍ پورې رسوي.

 په ننګرهار، کابل، پروان او کاپيسا ولايتونو کې وروسته له هغه لاريونونه وشول، چې د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د څو ټوکه قران کريم د سوځولو خبر ورکړل شو.

 خو د ايساف عمومي قوماندان امريکايي جنرال جان الن د دې پيښې له امله د افغانستان له ولسمشر، حکومت او خلکو څخه بښنه وغوښته او ويې ويل، چې د ايساف يو شمېر سرتېرو په بګرام هوايي ډګر کې په غير قصدي ډول د قران کريم په ګډون يو زيات شمېر ديني کتابونه په نامناسب ډول له منځه وړي دي .

 سپينې ماڼۍ او د امريکا دفاع وزارت هم د دې پيښې له امله د افغانستان له دولت او خلکو بښنه وغوښته.

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version