ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو ولسواليو کې له ماتې وروسته کندهار ښار کې په هدفي وژنو لاس پورې کړى”

12 Nov 2014 - 18:02
12 Nov 2014 - 18:02

کندهار : ( پژواک، ٢١ لړم ٩٣ ) : د کندهار والي وايي، تر هغه وروسته چې وسله والو مخالفينو په يو شمېر ولسواليو کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړو کې ماتې خوړلې، په کندهار ښار کې يې په هدفي وژنو لاس پورې کړى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک دلړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،  پر دې موضوع د کندهار ولايت مقام په اونيزه امنيتي غونډه کې خبرې وشوې ، چې د والي تر څنګ په کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنيت رييس جنرال عيسى محمد او د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر لوړ پوړو استازيو ګډون کړى و.

هغه زياته کړه، د کندهار والي په دې غونډه کې د هدفي وژنو د مخنيوي او د امنيت د ښه والي په موخه امنيتي ځواکونو ته د يو لړ اقداماتو کولو سپارښتنه وکړه.

د کندهار والي په دې غونډه کې وويل، دا چې امنيتي ځواکونو په يو شمېر ولسواليو کې خپل عمليات روان ساتلي او وسله والو مخالفينو ته يې د دغو عملياتو په لړ کې درانه زيانونه اړولي، هغوى په کندهار ښار کې په هدفي وژنو لاس پورې کړى دى.

خو هغه وويل، مخالفين هغه کسان په نښه کوي چې لوستي دي او د خلکو لپاره يې هڅې او خدمات جوت دي.

نوموړي په دې لړ کې د کندهار ولايت د مرستيال عبدالقديم پتيال او د کندهار ښار د ميرويس نيکه لېسې د مدير حاجي وحيدالله احمدي د ترور پېښې يادې کړې  چې په دې وروستيو کې شوي او وسله والو يې مسووليت منلى دى.

پتيال چې د کندهار د والي د مرستيال  تر څنګ پېژندل شوى ليکوال، څېړونکى او شاعر و، د لړم په ١١مه، ماښام مهال په کندهار پوهنتون کې د درس پر مهال په خپل ټولګي کې په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.

دغه راز د کندهار ښار د ميرويس نيکه د عالي لېسې مدير حاجي وحيد الله احمدي بيا تېره ورځ د لړم په ٢٠مه خپلې د ندې ته د تلو پر مهال د يوه وسله وال له خوا پر ډزو ووژل شو.

والي د داسې کسانو وژنه له خلکو او هېواد سره ستره جفا وګڼله او د دغه راز پېښو د مخنيوي په موخه يې د امنيتي اقداماتو د سختولو سپارښتنه وکړه.

ويسا له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې له ګاونډيو ولايتونو سره دې پر پولو امنيتي تدابير سخت شي، تر څو د وسله والو د تګ راتګ مخه ونيول شي.

هغه د بېلګې په توګه زابل او هلمند ولايتونو ياد کړل چې ځينې ولسوالۍ يې کندهار ته څېرمه دي او نا ارامۍ يې د کندهار امنيت ته ګواښ دى.

نوموړي دغه راز د امنيتي ځواکونو تر منځ پر همغږي هم ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې د امنيت د لا ښه کېدو په موخه به د ګاونډيو ولايتونو له مسوولينو سره ګډه غونډه جوړوي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وويل چې نه يواځې د امنيت د سمون، بلکې د ترور د وروستيو پېښو په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي.

هغه په روانه اونۍ کې د پوليسو له خوا د شويو عملياتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ګڼ شمېر ګزمو پر مهال ۱۳ وسله وال مخالفين وژل شوي ، ۴ نور ټپيان شوي او دغه راز  يو  له چاودېدونکو توکو ډک موټر، يو موټرسايکل، ۲ کلاشينکوفونه، ۷۷  ماينونه، ۳۰ لاسي بمونه، ۱۳ د توپ مرمۍ، ۶۶ د راکټ مرمۍ او ۸۶۰ د پيکا مرمۍ نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، د دې اوونۍ په اوږدو کي يې يو تن د قتل او ۹ تنه د غلا په تور نيولي او دغه راز يې ۱۵ کيلوګرامه هيروين هم نيولي دي.

د ملي امنيت رييس هم وويل چې  د روانې اونۍ په ترڅ کې يې ۹  وسله وال مخالفين له وسلو سره نيولي او ١٢ ماينونه يې کشف او له منځه وړي دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version