ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسا: امنيتي ځواکونه دې په کندهار کې د مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي

author avatar
4 Dec 2013 - 19:22
author avatar
4 Dec 2013 - 19:22

 کندهار (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٢): د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د وسله والو مخالفينو د ورانکاريو د مخنيوي په موخه دې خپلې هلې ځلې زياتې کړي.

 د ولايت مقام په جوړه شوې اونيزه امنيتي غونډه کې، چې د والي تر څنګ په کې د امنيتي ارګانونو مسوولينو ګډون کړى وو، د مشورتي جرګې پر مهال په کندهار کې د وسله والو د ورانکاريو د مخنيوي هڅې وستايل شوې.

 امنيتي مسوولينو او قوماندانانو د تېرو دوو اونيو په اوږدو کې د امنيتي معلوماتو ورکولو پر مهال وويل، چې وسله والو مخالفينو غوښتل د مشورتي لويې جرګې پر مهال په دغه ولايت کې ورانکاري فعاليتونه سر ته ورسوي، خو د افغان ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې ده.

 هغوى وويل، په تېرو دوو اوونيو کې يې د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په موخه په ښار او ولسواليو کي چاڼيز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د زيات شمېر وسله والو مخالفينو د نيولو او وژلو تر څنګ يو شمېر وسلې او مهمات هم نيولي دي.

 د کندهار والي د امنيتي ارګانونو دغه هڅې وستايلې، خو ويې ويل چې نور هم بايد هڅه وشي چې په ښار او ولسواليو کې امنيتي حالت ښه شي او د وسله والو مخالفينو د ورانکاريو مخه ونيول شي.

 کندهار والي په جوړه شوې غونډه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې له پلوه د پوځي تمريناتو موضوع هم ياده کړه، چې له امله يې کندهار ښاريان نارامه کېږي.

 نوموړي په دغه ولايت کې د ايساف له مسوولينو جدي غوښتنه وکړه، چې د شپې له لوري دې پوځي تمرينات ودروي او له تمريناتو مخکې افغان ځواکونو په جريان کې ساتي، ترڅو خلک له تشويش او وېرې وژغورل شي.

 د کندهار ښاروال محمد عمر عمر بيا په غونډه کې د کندهار ښار د ناحيو د ډېرېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې په ښار کې يې د اسانتياوو په موخه د کورونو پر دروازو د شمېرو لګولو لړۍ پيل کړې، خو يو شمېر نامعلوم وګړي دغه شمېرې له دروازو لېرې کوي.

 هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې دغه راز کسان پيدا او سزا ورکړي.

 امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړ، چې په دې اړه به لازم اقدامات کوي او له دغه راز مجرمينو سره به قانوني چلند وکړي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.