ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي قران ته د سپکاوي څېړنې پلاوي سره د جان الن مرسته وغوښته

22 Feb 2012 - 18:22
22 Feb 2012 - 18:22

کابل (پژواک ٣ کب ٩٠): ولسمشر حامدکرزي د ايساف له عمومي قومندان څخه وغوښتل، چې قران ته د سپکاوي پېښې د څېړلو په موخه د حکومت له خوا بګرام ته له استول شوى پلاوي سره په جدي توګه مرسته وکړي.

 دوه شپې مخکې امريکايي ځواکونو د پروان د بګرام په هوايي ډګر کې د قران کريم نسخې سوځولې دي، چې تېره ورځ او نن د دغه کړنې په غبرګون په مرکز او ځينو ولايتونو کې پراخ لاريونونه وشول.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، تراوسه په دغو لاريونونو کې اته لاريون کوونکي وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې ولسمشر کرزي دغه غوښته په هغې ليدنه کې، چې د امريکا د دفاع وزارت مرستيال ډاکټر اشتون کارتر او د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن سره يې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې درلوده، وکړه.

 ولسمشر تېره ورځ د افغانستان د عالمانو شورا د غړي محی الدين بلوچ په مشري يو پلاوى وګوماره، ترڅو د بګرام په هوايي ډګر کې قران عظيم الشان ته د سپکاوي پېښه وڅېړي او خپل راپور ولسمشرۍ ته وړاندې کړي.

 سرچينه وايي چې ولسمشر، افغان حکومت ته د بګرام زندان د مسووليت د ژر تر ژره لېږد ټينګار وکړ او ويې ويل، هر څومره چې د لېږد دغه بهير په چټکۍ ترسره شي، په هماغه اندازه له دا ډول پېښو څخه مخنيوى کېږي.

 په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان، په بګرام کې د قران کريم د سپکاوي په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او يو ځل بيا يې د دغې پېښې په اړه بښنه وغوښته.

 وروسته دامريکا ددفاع وزارت مرستيال، د دغه هېواد ددفاع وزير ليون پنيټا په استازيتوب د افغانستان له ولسمشر او خلکو څخه د يادې پېښې په اړه بښنه وغوښته.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version