ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګيلاني : د افغان دولت وسلوال مخالفين دې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې په بهير دې ورګډ شي

24 Feb 2012 - 16:48
24 Feb 2012 - 16:48

اسلام آباد ( پژواک ٥ کب ٩٠): د پاکستان حکومت د افغان دولت پر وسلوالو مخالفينو غږ کړى، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې په بين الا فغاني پروسه کې دې ورګډ شي.

د پاکستان د لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني د دفتر لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې پاکستان د افغانستان د امنيت ، سوکالۍ او په دې هېواد کې د سولې د هڅو بشپړ ملاتړ کوي .

ده زياته کړې :((زه د طالبانو له مشرتابه او حزب اسلامي په ګډون له ټولو افغان ډولو غواړم چې د پخلاينې او سولې په بين الافغاني پروسه کې برخه واخلي ))

دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کيږي، چې ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ پاکستان ته د خپل سفر له راستنېدو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغان وسلوالو طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او له پاکستان څخه يې غوښتي و، چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د ګيلاني د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان امنيت د ټولې نړۍ لپاره ډير ارزښت لري او په کار ده ، چې ټول افغان اړخونه په دې برخه کې خپل رول ادا کړي.

دغه سرچينه زياتوي چې پاکستان وړاندې تر دې هم ټينګار کړى، چې د افغانستان ستونزې د ټوپک په شپيلۍ نه شي هواريداى، بلکې د هوارلو يواځينې لاره يې خبرې اترې دي، نو ځکه يې د اعلاميې په وينا ، د افغانانو په مشرۍ د سولې د هر راز هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده .

 همدا راز ګيلانى پر افغانانو هم  غږ کړى دى چې د خپل روڼ سباون  لپاره خپلمنځي اختلافات پاى ته ورسوي او  د خپل هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره دې راپورته شي.  

 ګيلانى زياته کړې چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګټه نه لري او په نړيوالو يې غږ کړى ، چې په افغانستان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره مرسته وکړي.

د پاکستان لومړي وزير ويلي، اوس د دې وخت رارسېدلى، چې په افغانستان کې د تاريخ نوى باب پيل شي او د افغانستان خپلواکۍ او ثبات ته درناوى وشي.

دى وايي چې هېواد يې له افغانستان سره ژورې اړيکې او پراخه ملګرتيا غواړي.

پر پاکستان دولت او په تېره بيا ددغه هېواد پر استخباراتي شبکې ( آي ايس آى ) تور لګول کيږي ، چې د افغان دولت د وسلوال مخالفينو ملاتړ کوي ، خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر کابل ته د خپل وروستي سفر پرمهال دغه ډول تورونه رد کړل او زياته يې کړه ، چې هېواد يې د افغانستان په اړه کومه پټه اجنډا نه لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version