ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: پاکستان دې د سولې په برخه کې عملي ګامونه واخلي

4 Apr 2012 - 19:45
4 Apr 2012 - 19:45

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لومړي وزير سره په  يوه ټېلېفوني اړیکه کې د سولې په اړه د وروستیو پرېکړو په برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د وري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د پورتني مطلب په څرګندولو سره ويل شوي، چې حامد کرزي په دغې ټېلېفوني اړيکه کې اسلام اباد ته خپل وروستى سفر ګټور بللى دى، ځکه چې د دغه سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره مهم تصمیمونه ونیول شول.

خبرپاڼه زياتوي چې د هېواد جمهور ريیس ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه باید د وروستیو فیصلو په برخه کې عملي اقدامات تر سره شي.

سرچينه زياتوي چې د پاکستان لومړي وزير یوسف رضا ګیلاني په دې ټېلېفوني اړیکه کې د افغانستان ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې پاکستان د سولې په اړه وروستیو پرېکړو ته ژمن دی او د سولې له بهیر سره به مرسته او همکاري وکړي.

سرچينه کاږي چې په ياده ټېلېفوني اړيکه کې ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لومړي وزير ته بلنه ورکړه، چې په نږدې راتلونکي کې دې افغانستان ته سفر وکړي.

د يادولو ده چې شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې ولسمشر حامد کرزې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته درې ورځنى رسمي سفر وکړ.

کابل ته له راستنېدو وروسته ولسمشر حامد کرزي د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو له مشرتابه څخه وغوښتل، چې له افغان حکومت سره په مستقيم ډول د سولې له پاره خبرې وکړي او له پاکستان څخه يې وغوښتل، چې د دا ډول تماس د ټينګولو له پاره مرسته وکړي.

ولسمشر حامد کرزي د يوې اعلاميې په خپرولو سره له پاکستان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت له پاره مرسته او همکاري وکړي.

د دغې اعلاميې له خپرېدو وروسته د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د يوې اعلامي په خپرولو سره د افغانستان دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې له وسلوال مخالفت څخه لاس واخلي او د سولې له بهير سره مله شي.

د ګيلاني د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د هغه په حواله ويل شوي و: ((زه د طالبانو له مشرتابه او حزب اسلامي په ګډون له ټولو افغان ډلو غواړم چې د پخلاينې او سولې په بين الافغاني پروسه کې برخه واخلي.))  

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version