ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: له طالبانو سره د مستقيم تماس لپاره د حامدکرزي د غوښتنې ملاتړ کوو

22 Feb 2012 - 13:06
22 Feb 2012 - 13:06

واشنګټن( پژواک ٣ کب ٩٠): د امريکا متحدو ايالتونو له طالبانو سره د سولې د پروسې په اړه د ولسمشر حامد کرزي له څرګندونو ملاتړ وکړ.

تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغان وسلوالو طالبانو له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه ، چې له افغان حکومت سره په مستقيم ډول خبرې وکړي.

په دغه اعلاميه له پاکستان څخه هم غوښتل شوي، چې په دې برخه مرسته وکړي او د افغان حکومت او و سلوالو    طالبانو ترمنځ د مستقيم تماس لپاره لار هواره کړي.

د امريکا د بهرنيوچارو وزارت وياندې ويکتوريا نولند په يوه خبري غونډه کې خوښې وښوده ، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانانو ترمنځ د پخلاينې په اړه په ښکاره خبرې کوي.

 نولند زياته کړه چې د دوى موخه داده ، چې ځان له دې مسلې لرې وساتي ، ځکه د افغانانوخپلمنځي خبرې د حقیقي پخلاینې په معنى دي.

هغه وايي چې امريکا تل په افغانستان کې د سولې د ټينګښت غوښتونکې ده او دا مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى مارک ګراسمون په دې برخه کې په هڅو بوخت دى او سيمې ته يې د خپل وروستي سفر پرمهال دوه ځله په دې اړه له حامد کرزي سره خبرې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده په دې اړه د افغان او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ وروستۍ ټېلېفوني خبرې په داسې حال کې، چې د سولې هڅې په لومړيو پړاوونو کې دي،يو مناسب اقدام  بولي.

حامد کرزي د پاکستان له سفر څخه کابل ته تر راستنېدو وروسته له خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره يې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د پرمخ بيولو او په دې برخه کې د سيمه ييزو همکاريو په اړه ټېلېفوني خبرې وکړې.

د ولسمشر حامد کرزي د ويندوى له دفتر څخه د کب په لومړۍ نېټه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې په دغو ټېلېفوني خبرو کې دواړو ولسمشرانو د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو، د سولې د بهیر او د سيمې د حالاتو په باب خبرې او دنظر تبادله وکړه .

په خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې بارک اوباما په دغه ټېلېفوني اړیکه کې پاکستان ته د حامد کرزي سفر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په لاره کې یو مثبت ګام وباله او هیله یې وکړه ، چې دا ډول هڅې په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version