کابل (پژواک ١٧ ورى ٩١):يو شمېر سياسي شنونکي په دې باور دي ، چې پاکستان تر هغه په هيواد کې سوله نه غواړي ،ترڅو يې چې خپلې ګټې د افغانستان په سوله کې نه وي خوندي شوي.
دوى دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي ، چې ولسمشر حامد کرزي پرون د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني څخه د يوې ټېلېفوني اړيکې په ترڅ کې غوښتنه وکړه ، چې د سولې په اړه د وروستيو پرېکړو په برخه کې بايد عملي اقدامات وکړي .
ګيلاني په دې ټېلېفوني اړيکه کې د افغانستان ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې پاکستان د سولې په اړه وروستيو پرېکړو ته ژمن دی او د سولې له بهير سره به همکاري وکړي.
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې ولسمشر حامد کرزي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ او له پاکستاني چارواکو څخه يې وغوښتل ، چې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې په راوستو کې همکاري وکړي .
د ولسمشر د غوښتنې په ځواب کې ګيلاني ويلي : (( زه د طالبانو له مشرتابه او د حزب اسلامي په ګډون له ټولو افغان ډلو غواړم ، چې د پخلاينې او سولې په بين الافغاني پروسه کې برخه واخلي.))
خو د سياسي چاروکارپوه او د کابل پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد ودير صافى وايي ، چې پاکستان تر هغه په هيواد کې سوله نه غواړي ، ترڅو يې ، چې خپلې ګټې دلته نه وي تر لاسه کړي .
د هغه په خبره ، چې پاکستان په افغانستان کې يو لاس پوڅى حکومت غواړي، ترڅو وکولى شي ، چې خپلې ټولې غوښتنې پرې ومني .
د صافي په وينا، پاکستان هڅه کوي ، چې افغانانو او نړيوالو ته دا وښيي ، چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مهم رول لري .
دده په خبره ، پاکستان ددې لپاره دغه کار کوي، ترڅو وکولى شي ، چې له غربي نړۍ څخه په دې نوم ډيرې پيسې او امتيازات تر لاسه کړي .
صافى د هند پر سر د پاکستان او هند ترمنځ روانه لانجه هم د افغانستان له قضيې سره په تړاو کې بولي او زياتوي ،تر څو د کشمير مسئله نه وي حل شوي ، پاکستان افغانستان په ارامه نه پرېږدي.
هغه زياته کړه : (( غرب بايد له هندوستان سره د کشمير مسئله د پاکستان لپاره حل کړي … که نن د کشمير مسئله حل شوه ، پاکستان به په افغانستان کې داسې سوله راولي ، چې هم يې خپلې او هم د افغانستان ګټې پکې وي.))
د کابل پوهنتون د ژورناليزيم پوهنځي استاد محمد شفيق وردګ بيا وايي ، پاکستان فکر کوي ،چې په اوسينو شرايطو کې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه نه ده ، ځکه د سولې په رامنځته کېدو سره دوى خپلې ګټې په تاوان کې ويني.
هغه زياته کړه چې پاکستان داسې انګيري که په افغانستان کې سوله راغله ، نو کېداى شي ، چې د پاکستان په ضد له هندوستان سره اړيکه ټينګه کړى.
د ده په وينا، اوس افغان دولت ، عامو افغانانو او رسنيو ته پکار ده ، ترڅوپاکستان ته داسې يو فکر ورکړي ، چې د افغانستان په سوله کې د هغوى تاوان نه ، بلکى ګټه ده .
هغه زياتوي: ((پاکستان له دې هم ويريږي که په افغانستان کې سوله راشي، نو کېداى شي ،چې د ډيورند کرښې مسله افغانان راپورته کړي .))
دى وايي ، که افغانان سره يو شي او پاکستان ته وخت ورنکړي ، چې د دوى په منځ کې کار وکړي، نو ډير ژر به په هيواد کې سوله ټينګه شي .
وردګ زياته کړه، چې پاکستان بايد د خپلو اقتصادي ګټو لپاره له افغانستان سره اړيکې ښې کړي ،ځکه د ده په وينا، په نړۍ کې ډير هيوادونه يو له بل سره سياسي ستونزې لري، خو د اقتصادي ګټو لپاره يو له بل سره همکاري کوي .
هغه د بيلګې په توګه وويل :(( روسيه له ناټو سره د اقتصادي همکاريو لپاره شورا جوړه کړه ،هندوستان له چين سره سياسي ستونزې لري، خو د اقتصادي همکاريو لپاره يې دغه خبرې يوې خوا ته پريښې دي .))
د سياسي چارو کارپوه او د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو ددفتر مشر عبدالغفور ليوال وايي چې د پاکستان لخوا په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې د مرستې ژمنه د ياد هېواد لخوا يو تکتيکي حرکت دى.
هغه زياته کړه، وروسته له هغه ، چې د پاکستان او لوېديځ ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې، پاکستان ددې په لټه کې شو ، ترڅو دغه اړيکې بېرته د افغانستان د سولې پروسې په بدل کې لاسته راوړي .
د هغه په وينا، پاکستان غواړي ، چې په افغانستان کې د سولې رواستو په برخه کې يو شمېر امتيازات هم له لوېديځې نړۍ څخه تر لاسه کړي .
ليوال زياته کړه :((د پاکستان د اتومي انرژۍ خونديتوب ، په افغانستان کې د لاسوهنې رسمي مشروعيت او يو شمېر سوداګريز او صنعتي امتيازات هغه څه دي ، چې پاکستان يې د افغانستان د سولې په بدل کې غواړي .))
هغه دا هم وويل ، افغانستان ته پکار ده ، چې د ديپلوماسۍ له لارې پاکستان ته قناعت ورکړي ، چې د افغانستان په سوله کې د دوى خير دى .
ليوال وايي ، افغانانو ته هم پکار ده ، چې د ملي يوالي له لارې يو پياوړى حکومت رامنځته کړي ، ترڅو له پرديو د لاسوهنو او روانو ستونزو څخه خلاص شي .
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن