کابل (پژواک ٦ کب ٩٠ ): په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د قرآن سوځونې په غبرګون کې پر پنځمه ورځ هم لاريونونه دوام لري.
امريکايي سرتېرو پنځه شپې مخکې د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې د قرآن کريم څلور نسخې سوځولې دي او دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د لاريونونو لامل شو.
په ټول هېواد کې د تېرو څلورو ورځو لاريونونو له امله تر اوسه ٢٥ تنه وژل شوي او ١٨٠ نور ټپيان شوي دي.
نن (د کب ٦مه) د پنځمې ورځې لپاره سلګونو تنو په کابل، نيمروز، سرپل، د لغمان ولايت په مرکز، د ننګرهار په ښېوې، حصارک، ګوشته او سره رود ولسواليو کې په لاريونونو لاس پورې کړى او اسلامي مقدساتو ته سپکاوى په کلکه غندي او د دغه کار د عاملينو د مجازاتو غوښتنه کوي.
د پژواک خبريال د لاريون له ځايه راپور ورکوي؛ په هغو لاريونونو کې، چې د کابل د څرخي پله په تنګي غاروي سيمه کې پيل شوى دى، لاريون کوونکي د امريکا ضد شعارونه ورکوي او له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.
لاريون کوونکي ادعا کوي، چې د تېرې ورځې په لاريونونو کې د دوى له ډلې څلور تنه د پوليسو له خوا په ډزو کې وژل شوي دي.
هغوى په داسې حال کې، چې د يوه تن جنازه يې له ځان سره لېږدوله،د وژل شويو څلور تنو د قاتلينو د نيولو او محاکمې غوښتنه کوله.
همدارنګه لاريون کوونکو قرآن کريم ته د سپکاوي د عاملينو د مجازاتو غوښتنه کوله.
د څرخي پله لاريون تر دغه مهاله سوله ييز دى، خو د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار لاريون په تاوتريخوالي اوښتى دى.
عيني شاهدان وايي، چې لاريون کوونکو د لغمان د ولايت مقام پر پوليسو د ډبرو ګوزارونه وکړل، چې په غبرګون کې يې د پوليسو له خوا په ډزو کې دوه لاريون کوونکي ټپيان شوي او ډزې اوس هم روانې دي.
په داسې حال کې، چې دولت د قرآن عظيم الشان د سوځولو پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى ټاکلى دى، د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر کرزي ته د يوه ليک په ترڅ کې د بګرام په نظامي اډه کې قرآن کريم او نورو مذهبي کتابونو ته د سپکاوي له امله د افغانستان له حکومت او خلکو بښنه غوښتې ده.
اوباما ويلي دي، چې د بګرام پېښه قصدي نه وه او په دې اړه يې ولسمشر کرزي ته د څېړنو ډاډ ورکړى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن