ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو سناتورانو د لاريون پر مهال دتاوتريخوالي ملاتړ او ځينو نورو يې مخالفت وکړ

author avatar
26 Feb 2012 - 17:18
author avatar
26 Feb 2012 - 17:18

کابل (پژواک ٧ کب ٩٠): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، قران کريم ته د سپکاوي په غبرګون کې بايد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشي، خو يو شمېر نورو يې له خلکو غوښتنه کوله، چې په لاريونونو کې دې له تاوتريخوالي کار نه اخلي.

وروسته له هغه چې تېره اونۍ د بګرام په هوايي ډګر کې د امريکايانو په پوځي اډه کې د قران کريم څو نسخې وسوځول شوې، د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې خونړي لاريونونه وشول.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې د جرګې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، په بګرام هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو له خوا قران کريم ته سپکاوى په کلکه وغانده.

ايزديار وويل، چې امريکايان بايد هر څه ژر د يادې پېښې عاملين پيدا او افغان دولت ته دې وسپاري، ترڅو د خلکو پر وړاندې سزا ورکړل شي او په راتلوونکي کې د داسې کړنو څخه مخه ونيول شي .

ده هم له خلکو غوښتنه کوله، چې لاريونونه په سوله ييز ډول ترسره کړي، ترڅو د افغان دولت وسلوال مخالفين ترې ګټه پورته نه کړي.

د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د کندهار استازى بسم الله افغانمل وويل: ((زه دغه عمل شديداً غندم او دا اول ځل نه دى، چې د بهرنيو له خوا زموږ مقدساتو ته توهين کېږي.))

خو افغانمل ټينګار کاوه، چې هېوادول بايد په سوله ييزه توګه لاريون وکړي او حکومت ته ستونزې جوړې نه کړي؛ ځکه چې حکومت هم له همدغه ملت څخه جوړ دى.

په دغې جرګه کې د سکهانو استازې انارکلي هنريار هم په بګرام کې د امريکايي ځواکونو له خوا قران ته سپکاوى په کلکه وغانده.

هغې وويل، هېڅوک حق نه لري، چې د چا دين او مقدساتو ته سپکاوى وکړي.

خو هنريار هم له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې په لاريونونو کې دې له تاوتريخوالي کار نه اخلي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د هېواد په کچه د تېرو پنځو ورځو په لاريونونو کې ٣١ تنه وژل شوي او شاوخوا ٢٦٠ نور ټپيان شوي، چې په وژل شوو کې دوه امريکايي سرتېري او يو پوليس هم شامل دى.

خو په دغې جرګه کې د زابل استازي محمد حسن هوتک وايي، د امريکايانو له خوا قران کريم ته د سپکاوي پر وړاندې په لاريونونو کې دغه مرګ ژوبله هم لا کمه ده.

ده د جرګې نورو غړو ته په خطا ب کې وويل: ((سوله ييز لاريون ته خلک مه دعوت کوئ، زما غوښتنه دا ده، چې يوه مياشت بايد په ټولو ولايتونو کې لاريونونه روان وي.))

هغه وايي، په کار ده چې خلک په داسې حالاتو کې په لاريون کې له تاوتريخوالي کار واخلي.

ده زياته کړه: ((موږ بايد دغو کفارو ته وښيو، چې موږ له خپل دين او مقدساتو څخه په کلکه دفاع کوو.))

هوتک زياته کړه، چې په دې برخه کې د امريکايي ځواکونو د بښنې غوښتل کافي نه دي او د قران کريم د سوځولو عاملين بايد په افغانستان کې په علني ډول محاکمه شي.

په مشرانو جرګه کې د سمنګانو استازي محمداصف عظيمي وويل، چې قران کريم ته د سپکاوي پر وړاندې دغه تاوتريخوالى، چې د خلکو له خوا ترسره کېږي کم دى.

هغه زياته کړه، که د دغه شان کړنو پر وړاندې خلک چوپه خوله پاتې شي او يا سوله ييز لاريونونه وکړي، هېڅ کومه پايله به ونه لري.

ده وويل: ((دې بې وجدانه امريکايانو قران کريم ته سپکاوى کړى، بايد پر وړاندې يې تاوتريخوالى وشي، له قران کريم څخه د دفاع په برخه کې ماته خپل ژوند هېڅ اهميت نه لري.))

عظيمي هم د جرګې له نورو غړو غوښتنه وکړه، چې خلک سوله ييزو لاريونونو ته دعوت نه کړي او ټول افغانان بايد د دغه ناوړه عمل پر وړاندې جدي تصميم ونيسي.

په دې جرګه کې د پکتيا استازې فوزيې سعادت هم د يادو دواړو سناتورانو خبرې تاييد او ويې ويل، خلک حق لري په هر ډول چې وي، خپل احساسات څرګند کړي.

دا په داسې حال کې، چې د امريکا ولسمشر او ځينو نورو چارواکو د بګرام د پېښې په اړه د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې او دغه مهال د يادې موضوع په اړه پلټنې روانې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.