کابل ( پژواک ٧ کب ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د دوو امريکايي سلاکارانو وژونکى د ياد وزارت د يوې اړوندې څانګې کارکوونکى دى او تښتېدلى دى.
تېره ورځ له غرمې وروسته يوه وسلوال تن د کورنيو چارو وزارت په مقر کې پر دوو لوړ پوړو امريکايي سلاکارانو ډزې وکړې او هغوى يې ووژل.
په هغه خبرپاڼې کې ، چې نن ( د کب ٧ مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې، راغلي چې په دې اړه څېړنې روانې دي او د لومړنيو څېړنو له مخې، يو تن په دې اړه شکمن پيژندل شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې دغه تن د کورنيو چارو وزارت د يوې اړوندې څانګې کارکوونکى دى او اوس مهال تښتېدلى دى، خو د نوموړي د نيونې په موخه د پوليسو جدي هڅې روانې دي.
په خبرپاڼې کې د ياد تن هويت او دنده نه ده په ډاګه شوې .
خو په خپرو شويو راپورونو کې راغلي ، چې دغه تن عبدالصبور نوميږي، چې د پروان ولايت اوسېدونکى او د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو د رياست کارکوونکى دى.
دا په داسې حال کې دى، چې په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن دغه پېښه په کلکه غندلې او له ټولو وزارتونو څخه يې خپل کارکوونکي وېستلي دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن