ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف له افغان وزارتونو خپل سلاکاران او کارکوونکي و ايستل

26 Feb 2012 - 09:08
26 Feb 2012 - 09:08

کابل (پژواک ٧ کب ٩٠): وروسته له هغه چې د کورنيو چارو په وزارت کې دوه امريکايي سلاکاران و وژل شول، ايساف له ټولو وزارتونو څخه خپل کارکوونکي و ايستل.

پرون له غرمې وروسته د کورنيو چارو په وزارت کې يوه وسلوال د ايساف اړوند پر دوو امريکايي لوړ پوړو پوځي سلاکارانو ډزې وکړې او دواړه يې و وژل.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن دغه پېښه په کلکه غندلې ده.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنرال الن د وژل شوو افسرانو له کورنيو او دوستانو سره خپله غمرازي څرګنده کړې ده.

هغه زياته کړې: ((موږ د دغه جرم په اړه پلټنې پيل کړې او خپلې ټولې هڅې به په دې لاره کې ولګوو، څو بريد کوونکى پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپارو.))

د ايساف قوماندان وويل، چې په دې پېښه کې لاس لرونکى به بې پوښتنې نه پاتې کېږي.

په کورنيو چارو وزارت کې له يادې پېښې وروسته د ايساف قوماندان د افغانستان په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې د خپلو سلاکارانو او کارکوونکو د ايستلو امر کړى دى.

جنرال الن ويلي: ((دغه اقدام مو د خپلو کارکوونکو د خونديتوب لپاره ترسره کړى دى.))

خو د ايساف قوماندان زياته کړې، چې دوى د افغانستان له حکومت سره خپلې ګډې همکارۍ ته ژمن دي، څو خپلو ګډو موخو ته ورسېږي.))

د کورنيو چارو وزارت د تېرې ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه سلاکاران غرمه مهال د کورنيو چارو په وزارت کې وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د بريد کوونکي د برخليک او هويت په اړه څه نه دي ويلي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې دغه دوه بهرني سلاکاران د چا له خوا وژل شوي، خو نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې دغه دوه بهرني سلاکاران د يوه پوليس سرتېري له خوا په ډزو وژل شوي دي.

ځينې سرچينې وايي، چې بريد کوونکي پر بهرنيو ځواکونو اته مرمۍ فير کړې او له امله يې دوه تنه وژل شوي دي.

غربي رسنۍ د افغان امنيتي چارواکو په حواله ليکلي، چې له دې پېښې وروسته د کورنيو چارو وزارت تړل شوى دى.

د يادونې ده، چې تېر کال د کابل په نظامي اکاډمۍ کې هم د يوه افغان سرتېري له خوا اوه امريکايي سلاکاران وژل شوي وو.

وسلوالو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې د عبدالرحمن په نوم د دوى يوه کس څلور امريکايي مشاورين پر ډزو وژلي دي.

طالبانو ويلي، چې دغه کسان يې په بګرام کې د قران کريم د سوځولو په غبرګون کې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا دوه بهرني سرتېري و وژل شول.

دغه دوه پېښې په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې پرون په پنځمه ورځ هم د کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم سوځولو په غبرګون کې لاريونونه وشول.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version