ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف يو شمېر سلاکاران په ځينو وزارتونوکې بېرته دندې پيلوي

1 Mar 2012 - 14:52
1 Mar 2012 - 14:52

کابل ( پژواک ١١ کب ٩٠ ) : په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن خپلو سالاکارانو ته اجازه ورکړې، چې بېرته ځينو افغان وزارتونو ته ستانه شي.

ايساف وروسته له هغه دافغانستان له وزارتونو څخه خپل سلاکاران ووېستل ، چې د تېرې  شنبې په ورځ ( د کب په ٦) د کورنيو چارو په وزارت کې د يوه افغان سرتېري لخوا د ايساف لوړ پوړي سلاکاران ووژل شول.

له دې پېښې وروسته په افغانستان کې دايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن له اړوندو افغان وزارتونو څخه د ايساف د سلاکارانو د وېستلو خبر ورکړ.

په کابل کې د ايساف  ځواکونو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن جيمي کومنګس Lt. Col. Jimmie Cummings د کب په ١١مه،پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ايساف عمومي قوماندان  جان الن دا منلې ، چې يو شمېر سلاکاران  دې ځينو افغان وزارتونو ته بېرته ستانه شي او خپلې دندې دې  پيل کړي.

د کورنيو چارو په وزارت کې د دوو امريکايي سلاکارانو د وژل کېدو پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې په بګرام کې دامريکايي ځواکونو لخوا دقران کريم د نسخو د سوځولو پېښه رامنځته شوه.

له دې پېښې وروسته دهېواد په بېلا بېلو سيمو کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه ترسره شول، چې له امله يې له ٣٠ زيات کسان ووژل شول  او شاوخوا ٢٧٠ نور ټپيان شوي دي.

ددې پېښې په غبرګون  کې تر اوسه درې بريدونه پر امريکايي سرتېرو شوي ، د کورنيو چارو وزارت ترڅنګ دننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم دوه امريکايي سرتېري دلاريون کوونکي لخوا ووژل شول.

دغه راز نن په کندهار ولايت کې هم د ملي اردو يوه ښوونکي د ايساف دوه سرتېري ووژل .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version