ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف د  سلاکارنو ٣٠٠ ډلو له افغان ځواکونو سره کار پيل کړى

د ايساف د سلاکارنو ٣٠٠ ډلو له افغان ځواکونو سره کار پيل کړى

author avatar
4 Jul 2012 - 11:55
د ايساف د  سلاکارنو ٣٠٠ ډلو له افغان ځواکونو سره کار پيل کړى
author avatar
4 Jul 2012 - 11:55

کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د زرګونو سلاکارانو په ګډون د ايساف شاوخوا ٣٠٠ ډلو د افغانستان  ملي ځواکونو ته د مشورې ورکولو او روزنې چارې پيل کړې دي.

دغه څرګندونې دايساف په عملياتي قوماندانۍ کې د راتلونکو پلانونو دڅانګې مسوول امريکايى بريد جنرال  بلي ډان فاريس پرون د ايساف د عملياتي قوماندانۍ په مرکز کې له يو شمېر خبريالانو سره د ګردي مېز پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې زرګونه روزونکي او سلاکاران چې په شاوخوا ٣٠٠ ډلو کې راټول شوي، له تېرو څلورو مياشتو راهيسې يې له افغان ځواکونو سره کار پيل کړى دى.

د نوموړي په وينا، افغانستان ته د دغو سلاکارانو د راتګ پروسه به د روان زېږديز کال تر پايه پورې روانه وي.

هغه زياته کړه، چې د ايساف د سلاکارانو او روزونکو ډلې ته د امنيتي ځواکونو د همکارۍ ډله  نوم ورکړل شوى دى.

د ايساف دغه جنرال وويل: ((د (SFA) د سلاکارانو وړې وړې ډلې هره ورځ له افغان ملي ځواکونو سره له  نږدې د هغوى د برياليتوب لپاره کار کوي.))

د نوموړي په وينا، د دغه ځواک يا ډلې جوړولو پلان د ايساف د عمومي قوماندان جنرال جان الن له خوا څه موده مخکې وړاندې شوى و.

د ايساف د راتلونکو پلانونو د څانګې مسوول جنرال وويل، چې اوس هم ډېر کار ته اړتيا ده، څو افغان ځواکونه وکولى شي پر خپلې رهبرۍ عمليات ترسره کړي.

هغه زياته کړه: ((افغان ځواکونه هغه مهال بريالي عمليات ترسره کولى شي، چې له هغوى سره د ايساف د سلاکارانو ښې مشورې او ملاتړ مل وي.))

د ايساف سلاکارانو په داسې حال کې دغه نوې دنده پيل کړې، چې ټاکل شوې د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه د ايساف عملياتي ماموريت پاى ته ورسېږي او له هغه وروسته به د روزنې او مشورې ورکولو په اړه د ايساف نوى ماموريت پيل شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.