واشنګټن (پژواک ٧ کب ٩٠): د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ د يوې ټېلېفوني اړيکې پر مهال دکورنيو چارو په وزارت کې د دوو امريکايي سلاکارانو په وژل کېدو بښنه غوښتې ده.
پرون له غرمې وروسته د کورنيو چارو په وزارت کې يوه وسلوال د ايساف اړوند پر دوو امريکايي لوړ پوړو پوځي سلاکارانو ډزې وکړې او ويې وژل.
د امريکا ددفاع وزارت وياند جارج لېټل تېره شپه ناوخته په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې پرون د ورځې په اوږدو کې د دفاع وزارت ليون پنيټا ته ټېلېفون وکړ او دکورنيو چارو په وزارت کې په رامنځته شوې پېښه يې خواشيني څرګنده او په دې يې بښنه وغوښته.
سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان دفاع وزير پنيټا ته ويلي، چې ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا له غړيو، علماوو او د سترې محکمې له مسوولينو غوښتي، چې په بګرام کې د قران کريم د سوځونې له پېښې وروسته د رامنځته شوي تاوتريخوالي مخه ونيسي.
جارج ليټل ويلي، چې د افغانستان دفاع وزير خپل سيال ته ډاډ ورکړ، چې د کورنيو چارو په وزارت کې د رامنځته شوې پېښې په اړه به په څېړنو کې له امريکا سره بشپړه همکاري کوي.
د امريکا ددفاع وزير په دې ټېلېفوني اړيکه کې جنرال وردګ ته ويلي، چې د امريکايي افسرانو وژل دوى ته نور د منلو وړ نه دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پنيټا له جنرال عبدالرحيم وردګ څخه غوښتي، چې د امريکايي افسرانو، سرتېرو او سلاکارانو د امنيت خوندي ساتلو په موخه جدي اقدامات وکړي.
بلخوا له سپينې ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر حامد کرزي د هغه بيان هرکلى شوى، چې له خلکو يې له تاوتريخوالي څخه د لاس اخيستو غوښتنه شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د افغانستان په کورنيو چارو وزارت کې د دوو امريکايي سلاکارانو له وژل کېدو وروسته ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن ته ټيلېفون وکړ او له هغه يې د يادې پېښې په اړه معلومات وغوښتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د دغو خبرو پر مهال ولسمشر بارک اوباما د وژل شوو امريکايي افسرانو لخ کورنيو سره خپله غمرازي څرګنده کړه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن